تخار کې د اوبو راوتلو نږدې ۱۰۰ کورنۍ کډه کولو ته اړ کړي

د تخار ولایت د دشت‌کلا اوسېدونکی صدام‌حسین بشاش سلام‌وطندار ته وویل چې د دې ولسوالي د دوو سیمو اوسېدونکي چې نږدې ۱۰۰ کورنۍ دي، د اوبو راوتلو له کبله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوې دي.

د نوموړي په وینا، تراوسه د دې پېښې له کبله ۲ کورونه اوبو لاندې کړي او نور یې هم له کاره اېستلي دي.

په همدې حال کې د دشت‌کلا مدني فعال بشیراحمد بشار وايي، اوبه د خیراباد او اورته‌ظلم له سیمې راوتلي چې زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه یې لاندې کړې ده.

په همدې حال کې د تخار د والي ویاند جواد هجري د دې پېښې د تایید ترڅنګ وايي، سیمه‌ييزو حکومتي مسوولانو د یادې پېښې څېړلو لپاره یو پلاوی سیمې ته لېږلی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام