د تخار په دشتقلعه ولسوالۍ کې پرون د ګډو ځواکونو چاڼیز عملیات پیل شوي چې د ځایي خلکو په وینا، د ښکیلو غاړیو ترمنځ اخوډب په کلیو کې روان دی او طالبان د خلکو په کورونو کې پټ شوي دي.
د دشتقلعه اوسېدونکی عینالدین او امرالدین وایي، طالبان د خپلو کسانو د ملاتړ په موخه له خواجهغار ولسوالۍ پر دشتقلعه ولسوالۍ ډزې کوي چې ډېرې ګولۍ د خلکو پرکورونو لګېدلې دي.
د دوی په خبره، د دشتقلعه اوسېدونکي د سختې جګړې له امله په کورونو کې بند پاتې دي.
ورته مطالب:
تخار کې طالبانو خلک کډه کولو ته اړ کړي
تخار کې د اوبو راوتلو نږدې ۱۰۰ کورنۍ کډه کولو ته اړ کړي
د تخار مېشتو شکایت؛ دولتي ادارې تړلې دي
دا اوسېدونکي ـ چې د کورنۍ غړي او خپلوان یې پهدې جګړه کې له لاسه ورکړي ـ زیاتوي، په تېرو دوو ورځو کې د سیمې له ۳۵ زیات کسان وژل او تپیان شويدي.
دا عملیات درې ورځې مخکې په خواجهغار ولسوالۍ کې پیل شويدي.
د تخار د والي ویاند جواد هجري د ملکيانو مرګژوبلې پخلی کوي او وایي، طالبان د خلکو پر کورونو ډزې کوي چې د امنیتي ځواکونو مخه ونیسي؛ خو په وینا یې، د کوکچېغاړې ولسوالیو تر بشپړ چاڼ پورې به عملیات روان وي.
دی وړاندې زیاتوي، د طالبانو وروستی هاوان د استوګنې پر یو کورلګېدلی چې دوه ماشومان يې وژلي او ۸ یې ټپیان کړيدي.
د تخار د والي ویاند همداراز ټینګار کوي چې په تېرو ۳ ورځنیو عملیاتو کې په خواجهغار او دشتقلعه ولسوالیو کې شاوخوا ۳۰ طالبان وژل او ټپیان شوي چې په وژل شویو کې د دې ډلې قوماندانان هم شته.
دی وایي، په عملیاتو کې دولتي ځواکونو ته زیان نهدی رسېدلی.