د ولسي جرګې غړيو نن ورځې په عمومي غونډه کې د ښاري امنیتي تړون په طرحې نیوکه وکړه. د يادې جرګې یو شمېر غړي وايي، ښاري امنیتي تړون د امنیتي وضعیت د لا خرابېدو او د جنايي جرمونو د ډېرېدو لامل شوی دی.
د دوی په خبره، د ښاري امنیتي تړون پلي کول د ناورین لامل دی او یو شمېر کسان د شخصي ګټو لپاره کار او ملېشې جوړوي.
د ولسي جرګې غړي وايي، حکومت د امنیتي ځواکونو پر وړتیاوو باور نه لري.
د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني وویل، حکومت دې د ملېشو جوړونې او نامسوولو کسانو ته د وسلو د وېش پرځای له امنیتي بنسټونو ملاتړ وکړي.
رحماني وايي، د امنیتي تړون د طرحې یو شمېر رضاکاران د بهرنیو هېوادونو د استخباراتي سازمانونو اړوند دي او د همدې سازمانونو له لوري یې ملاتړ کېږي.
خو د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي بيا په کابل کې یوې خبري غونډه کې وویل، ښاری امنیتي تړون د امنیتي وضعیت ښه والي په موخه د خلکو او امنیتي ځواکونو په همکارۍ رامنځته شوی دی.
د صدیقي په خبره، ولسي جرګه د اجراييې او مقننه قواوو ترمنځ د لانجمنې فضا د رامنځته کولو په لټه کې ده.
ښاري امنیتي تړون شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د «امنیتي تړون، له جرم سره مبارزې ته د خلکو راغونډول» تر عنوان لاندې د مدني بنسټونو، دولتي ځواکونو او خلکو په همکارۍ رامنځته شو.