بلخ کې په تالاسمیا ناروغۍ اخته ماشومان د درمنلې امکانات نه‌لري

په افغانستان کې د تالاسميا ناروغۍ درملنه نه‌ کېږي او یوازې د وینې ورکولو له لارې کېدی شي ناروغ تر درملنې لاندې ونیول شي.

په بلخ کې زموږ خبریال په تالاسميا ناروغۍ د اخته حنانې سره مرکه کړې ده. نوموړې لس کلنه ده او عمر ته په کتو د دې ناروغۍ له امله یې ګېډه لویه ښکاري او د وجود تعادل یې ګډوډ شوی دی. دا ماشومه په سختۍ سره تنفس کوي او هره اوونۍ باید وینه ورکړل شي.

حنانه په تالاسميا ناروغۍ اخته ده، کلونه کېږي چې وینه ترلاسه کوي خو د وینې کموالي په صورت کې له ځان دردۍ او نفس تنګۍ سره مخ کېږي.

کله چې د حنانې مور درې میاشتنۍ اومیندواره وه، مېړه یې د کار موندلو له‌پاره ایران ته سفر کوي خو مرګ یې د تل له‌پاره له کورنس او خپل خپلوانو جلا کوي.

اوس د حنانې مور د خلکو په کورونو کې کار کوي او د خپلو څلورو اولادونو لګښتونه پوره کوي.

د هغې مور وايي، دوه زامن یې هم په تالاسميا ناروغۍ اخته وو او مړه شوي، خو اوس د حنانې روغتیا په هیله ژوند کوي.

د حنانې مور او ډېر نور ناروغ لرونکي د مزار ښار بوعلي سینا په حوز‌وي روغتون کې د امکاناتو له نه‌شتوالي شکایت کوي.

د وینې نشتوالی، د وینې له بانک څخه نامناسبه ساتنه، ناروغانو ته د زړې وینې ورکړه او د تالاسميا ناروغۍ درملنې له‌پاره د امکاناتو نشتون هغه موارد دي چې د ناروغانو کورنۍ ورڅخه یادونه کوي.

د شیرین ګل دوه اولادونه هم تالاسميا ناروغۍ درلوده. یوه یې څو کاله مخې ساه ورکړې او بلې یې هم تر درملنې لاندې دی.

شیرین ګل په تالاسميا ناروغۍ د اخته ناروغانو کورنیو پر وړاندې ستونزو او ننګونو ته په اشارې وايي چې ناروغ دولتي روغتون ته یوسي هغوی ورته زړه وینه ورکوي او ډېره پالنه یې نه کېږي؛ نو اړ شوي خپل ناروغ کابل ته ولېږدوي او په خصوصي روغتون کې یې تر درملنې لاندې ونیسي. نوموړې وايي، په خصوصي روغتون کې یې لګښتونه زیات دي او له کبله یې ۱۰۰زره افغانۍ پوروړې شوې ده.

د بلخ د عامې روغتیا رییس میرویس ربیع وايي، د تالاسميا ناروغۍ د درملنې یوازېنۍ لار د هډوکیو مغزو پیوند کول دي چې دا نه یوازې افغانستان بلکې د نړۍ په زیاترو هېوادونو کې امکان نه‌لري.

هغه زیاتوي، د عامې روغتیا ریاست د وینې بانکونو له لارې په منظم ډول په تالاسميا ناروغۍ اخته ماشومانو ته وینه ورکوي.

ډاکټر ربیع وايي، په ایران کې د دغو ناروغانو درملنه کېږي په همدې موخه په تېرو کلونو کې د ایران دولت له سرکنسول سره خبرې شوي دي او جدي همکارۍ او ژمنې سربېره یې د افغان ناروغانو له‌پاره د روغتونونو تعرفې راکمې کړي دي. دغه‌راز وايي، د ناروغانو لېږد په اړه یې له کام ایر سره هم خبرې اترې کړي دي.

په بلخ کې د ماشوم بنیاد په نوم بنسټ، په تالاسمیا ناروغۍ اخته ماشومان تر پوښښ لاندې نیسي.

دغه بنسټ د ماشومانو درملنې له‌پاره له خلکو مرستې راټولوي او هغوی د عامې روغتیا ریاست په همکارۍ ایران ته استوي.

د دغه بنسټ مسووله‌ مریم کریمي وايي، سږکال یې ۸ تنه ایران ته د درمنلې له‌پاره لېږلي دي او پروس کال یې ۴ ماشومان لېږلي وو چې یو یې روغ شوی دی او بېرته راګرځېدلی دی.

مېرمن مریم کریمي زیاتوي، اوسمهال ۱۹۳ ماشومان د مراقبت لاندې لري.

د ماشوم بنیاد او د بلخ عامې روغتیا ریاست د کام‌ایر هوايي شرکت، پاسپورټ ریاست او د مرسته‌ کوونکیو کسانو په همکارۍ تر اوسه پورې ۱۲ ماشومان د درملنې له‌پاره ایران ته استولي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام