بلخ کې موټربم چاودنې ۱۱ کسان ووژل او ۶۰ يې ټپيان کړل

د بلخ ولسوال ګل‌باز خان ناصري سلام‌وطندار ته ویلي، دا چاودنه نن سهار شاوخوا ۹ بجې د يادې ولسوالي په مرکز کې د ملي اردو ځواکونو پوستې ته نږدې شوې ده.

خو د بلخ د امنيې قومانداني ویاند عادل‌شاه عادل بيا وايي چې چاودنه د کومانډو ځواکونو پر یوه قطعه شوې ده.

په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول‌اردو وياند حنيف رضايي وايي، په دې پېښه کې د کومانډو ځواکونو يو سرتېری وژل شوی او ۶ نور ټپيان دي. د نوموړي په وينا، په چاودنه کې له ۳۰ ډېر ملکيان هم ټپيان شوي دي.

خو يوه بله روغتيايي سرچينه چې نه غواړي نوم يې خپور شي سلام‌وطندار ته وايي، په دې چاودنه کې ۱۱ کسان وژل شوي او ۶۰ ټپيان دي.

د سرچينې په وينا، د پېښې په قربانيانو کې ماشومان او ښځې هم شاملې دي.

دغه راز یوې امنیتي سرچینې سلام‌وطندار ته ويلي، چاودنه پر هغه حیواني کلینیک شوې چې څلور میاشتې وړاندې په‌کې د کومانډو ځواکونو یوه قطعه ځای پرځای شوې وه.

ملي دفاع وزارت هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې نن سهار د بلخ ولايت په بلخ ولسوالي کې حیواني کلینیک سره يوه مازدا ډوله موټر کې چې چاودېدونکي توکي په‌کې ځای پرځای شوي وو، چاودنه کړې ده.

 خبرپاڼه زياتوي، په دې چاودنه کې يو کومانډو او ۲ ملکیان وژل شوي او ۶ کومانډو ځواکونه او ۱۴ ملکي کسان ټپيان شوي دي.

یاد وزارت همداراز وايي چې د مرګ‌ژوبلې شمېر به ډېر شي.

په دې چاودنه کې د هستوګنې کورونه هم ويجاړ شوي دي.

د يادې چاودنې مسووليت طالبانو پر غاړه اخيستی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام