په بلخ کې د امنیتي ځواکونو پر یوې پوستې د طالبانو په برید کې ۴ سرتېري وژل شوي او ۷ نور ورک دي.
د بلخ د پولیسو ویاند عادلشاه عادل وايي، طالبانو د شنبې په شپه د دغه ولایت د بلخ ولسوالي په علمخېل سیمه کې د بابه یوسف پر پوسته برید کړی چې له کبله یې ۴ امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۷ نور یې ورک دي.
د نوموړي په وینا، پر یادې پوستې د طالبانو برید څو ساعته دوام کړی دی. هغه وايي، طالبانو یاده پوسته نیولې وه، خو د مرستندویه ځواکونو له ورتګ سره بېرته د امنیتي ځواکونو لاس ته لوېدلې ده.
عادل زیاتوي، په پېښه کې یوشمېر وسلهوال طالبان هم وژل شوي دي.
طالب وسلهوالې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان دولت تل له طالبانو غوښتي چې اوربند وکړي، خو دې ډلې د حکومت دا غوښتنه رد کړې ده.