د بغلان د فرنګ ولسوالۍ اوسېدونکې فاطمه له لسو ورځو راهیسې د بغلان مرکز پلخمري ښار ته د عدالتغوښتنې لهپاره تللې ده.
دې ښځې له سلام وطندار سره په مرکې کې ادعا کړې چې د وليجان صفر په نامه یو غیرمسوول وسلهوال قوماندان په نامعلوم دلیل د دې په کور برید کړی او کور ته یې اور ور اچولی دی.
د ده په وینا، لومړی یې په کور ۲۰ راکټونه ور ورول او بیا له تېلو شیندلو وروسته یې اور ورته کړ.
اغلې فاطمه وايي چې لهدې پېښې راوروسته یې دوه ځوان زامن له کوره تښتېدلي دي. د دې په خبره، ځېنو خلکو اوازه خپره کړې چې یو زوی یې وژل شوی او بل یې ورک دی؛ خو خپله وايي چې له بشپړ احواله یې نهده خبره.
د اغلې فاطمې په وینا، هغه زوی یې ـ چې د مرګ په اړه یې اوازې خپرې شوي ـ دوې ښځې او ۶ زامن لري چې له کورنۍ یې هم ناخبره ده.
دا ادعا کوي چې څوک یې عرض نه اخلي او ولسوالۍ ته د همدې وسلهوال شخص له وېرې نهشي تللی.
خو قوماندان وليجان دغه ادعا بېبنسټه بولي او وايي چې د دې ښځې زامن خلک ځوروي او ټول کلی ترې ناراضه دی. دی ـ چې ځان په فرنګ ولسوالۍ کې د ولسي پاڅونوالو مسوول بولي ـ وايي چې په سیمه کې جګړه وه چې څنګه دوی ور ورسېدل؛ د اغلې فاطمې کور اور اخېستی و چې دی یې په اړه هېڅ ډول مسوولیت نهلري.
خو د بغلان امنیه قوماندانۍ ویاند احمد جاوید بشارت بیا قوماندان وليجان او د اغلې فاطمې زوی ـ چې قوماندان توپان نومېږي ـ غیرمسوول وسلهوال بولي او زیاتوي چې دواړه تښتېدلي دي.
ښاغلی بشارت په خبره، امینتي ځواکونو د هغوی د نیولو لهپاره عملیات پیل کړيدي.
بل لوري ته یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته وویل چې دا غیرمسوول وسلهوال قوماندان سره لهدې چې پهدې ولسوالۍ کې غیر قانوني کړنې ترسره کوي؛ له دولتي ځواکونو سره هم مرسته کوي.