بغلان کې جګړو ولسي خلک د سر او مال تاوانونو سره مخ کړي

د بغلان ولایت یوشمېر قومي مشرانو او مدني فعلانو نن پنجشنبه (فبروري ۱۱مه) کابل کې خبري غونډې ته وویل، چې د بغلان په جګړه کې له تېرو درېيو اونيو راهیسې۱۲۵ ملکیان وژل شوي دي.

دغو قومي مشرانو د بغلان ډنډ شهاب الدین او ډنډ غوري جګړې له ځينو پټو رازونو پرده پورته کړه.

د بغلان قومي مشر خیر الله شینواري وویل، چې د مرکزي بغلان، ډنډ غوري، ډنډ شهاب الدین او د ښار پنځمې ناحیې پورې جګړه روانه ده.

ده زیاته کړه، چې په تېرو ۳ اونیو کې ۱۲۵ ملکي وژل شويو وګړیو کې ۴۰ ښځې او ماشومان هم شامل دي.

شینواري زیاته کړه، په دغو سیمو کې ۶۵۰ ملکي  وګړي ټپيان شوي، ۱۷۰۰۰ کورنۍ له خپلو کورونو بې ځایه شوي او ۳۰ زره نورې کورنۍ د جګړې تر ګواښ لاندې ژوند کوي.

قومي مشران وايي، چې د بغلان په جګړه کې جوماتونه، روغتیايي مرکزونه او ښځوونځيو برسېره ۱۰۰ کلي ویجاړشوي دي.

د هغه پر خبره، ټولو ملکي وګړو ته اوښتي تلفات د افغان حکومت په هوايي او ځمکینو عملیاتو کې رامنځته شوي دي.

همدار راز قومي مشرانو ویل، چې حکومتي پوځيان په سیمه کې میوه لرونکي میوې په دې بهانه پرې کوي، چې ګواکي وسله وال مخالفین پکې پټيږ او ترڅنګ یې پرخلکو د اوبو کانالونه هم بند کړي دي.

جوړې شوې غونډې ته مدني فعال او د کابل پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند پر حکومت تور پورې کړ، چې دافشارو د پيښې جنایت کاران اوس په ملي دفاع وزارت کې لوړ پوړي چارواکي دي او خلکو په منځ کې د قومي تعصب برسېره نسل وژنې ته لمن وهي.

د راپورونو له مخې په جګړه کې ملکي وګړي ټپيان کیږي، چې د اربکیانو او سیمه اییزو زورواکانو له لوري روغتون ته نه پریښودل کیږي.

ځلاند پرخلکو غږ کوي، چې د خپلو حقوقو غوښتنې له پاره دې راپورته شي.

حاجي حسن بیا وايي، چې په سیمه کې خپله حکومت وسله وال طالبانوملاتړ کوي، ځکه پرخبره یې پولیس او ملي اردو ځواکونه مخالفینو ته یوه مرمۍ په ۲۰ افغانۍ ورکوي.

غونډه کې یو ۹ ماده ییز پرېکړه لیک هم خپور شو، چې په کې راغلي:" بغلان جګړه دې ودرول شي، د بې ځایه شوو کورنیو سره دې مرستې وشي، د بغلان ولایت ټولو سیمو کې دې په پرمختګ کې انډول په پام کې ونیول شي او د خلکو له ځورونې دې سیمه ییز چارواکي لاس واخلي."

خو د ملي د فاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي، چې وسله وال د ملکي وګړو څخه د سپر په توګه کار اخلي، نو ځکه پروینا یې په سیمه کې عملیات په سستۍ روان دي.

وزیري زیاته کړه، چې په سیمه کې د ملي اردو عملیات روان دي او عملیات هم پدې خاطر  په ورو سره روان دي چې ملکي تلفات رامنځته نه شي.

 په همدې اړه د بغلان ولایت مدني فعال احمد فواد ستاري وویل وویل، د بغلان جګړې د سولې بهیر ټکنی کوي، د خلکو او دولت ترمنځ واټن او قومي تعصب زیاتوي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام