بغلان پوهنتون د امنيتي ځواکونو پر پوستې بدل شوی

د بغلان دولتي پوهنتون کې شاوخوا ۳ زره هلکان او نجونې زده‌کړې کوي؛ خو د جګړې په ډګر د پوهنتون بدلېدو له فکري او جسماني اړخه د دغه پوهنتون محصلان اندېښمن کړي دي.

د دغه پوهنتون محصلان چې له نږدې او لرې ولایتونو د زده‌کړو لپاره بغلان ته ورغلي وايي، نږدې یوه میاشت کېږي چې جګړو او ډزو سره هم‌مهاله درسونه لولي.

له ښاره لرې دغسې یوه سیمه کې چې ناامنیو او جګړې پرې سیوری کړی، د محصلانو، استادانو او په ځانګړې توګه نجونو لپاره زده‌کړې ستونزمنه خبره ده.

ځینې وخت هم محصلان د ناامنیو له کبله اړ دي چې ډېر کم پوهنتون ته لاړ شي او مسوولان هم اړ دي چې خپل درسونه وځنډوي.

دین‌محمد د بغلان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي محصل دی او وايي، د درس پرمهال د جګړو پیل او دوام لامل کېږي چې هغوی د زده‌کړو پرځای د خپلې جسمي سلامتیا په اړه فکر وکړي.

دغه محصلان وايي، ډېری وخت د طالبانو او امنیتي‌ ځواکونو ترمنځ د نښتو له کبله، دولتي سرتېري پوهنتون کې ځای پر ځای کېږي او طالبانو سره نښته کوي.

د بغلان پوهنتون یو شمېر استادان هم سلام‌وطندار سره خبرو کې د بغلان پوهنتون بهر څانګو ناامنۍ کېدو څخه اندېښنه ښيي او دا چې زیاتره وخت په وېرې سره پوهنتون ته ځي شکایت کوي.

د بغلان د پوهنتون رييس عبدالقدیر مهان وايي، څو ځله يې دغه موضوع امنیتي بنسټونو سره شریکه کړې، خو تراوسه پورې یې هېڅ ګام نه دی پورته کړی.

خو بغلان کې د پوځ د درېیمې لوا قومندان نبی‌الله نبي‌زاده وايي، هغوی د نظامي شورا د لارښوونې په بنسټ پوهنتون کې دننه دولتي سرتېري ځای پر ځای کړي او ډېر ژر به دغه ځواکونه له پوهنتونه وباسي.

بغلان پوهنتون یو له هغو پوهنتونو دی چې درېیو برخو کې د لس او شل کیلومټره په لرې واټن سره فعالیت کوي.

د کرنې پوهنځی یې د پلخمري ښار ختیځ ۳۰ کیلومټرۍ کې دی. د اقتصاد، انجینیري، ادبیات او ژورنالیزم یې د ښار ختیځ ۲۰ کیلومټرۍ کې «حسین‌خیل» سیمه کې دي او د بغلان پوهنتون ریاست، اداري برخې یې او د شرعیاتو او ښوونې او روزنې پوهنځي یې د پلخمري ښار مرکز کې د «نساجۍ کلوپ» کې فعالیت کوي.

له ښاره بهر د دغه پوهنتون دوو برخو کې د استادانو او محصلانو تر ټولو لویه ستونزه، د امنیت نه شتون دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام