بغلان کې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ډلې پلويانو څو ساعته وړاندې مصطفی محسني دې ولايت لپاره د والي په توګه معرفي کړ.
په بغلان ولایت کې د امنیتي ځواکونو له لوري له دوه ورځني کلابندۍ وروسته نن د ثبات او همپالنې ټاکنيزې ډلې پلويان بريالي شول چې د ولايت مقام ته ننوځي او د خپل ټيم والي معرفي کړي.
بغلان کې د سلاموطندرا خبريال وايي چې د پلخمري اوسېدونکيو چې مقام ته راټول شوي وو، ډېر زيات شول نو امنيتي ځواکونو په شا تګ وکړ.
نوي والي ته نږدې سرچينې سلاموطندار ته وايي چې امنيتي ځواکونو د محمد اشرف په لارښوونه په شا تګ کړی دی.
په دې تړاو: