بغلان او هرات کې د ټاکنو پرمهال له ۱۰۰ ډېرو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

د بغلان ولایتي امنیتي سرچینو سلام‌وطندار سره خبرو کې ویلي، د طالبانو بریدونو له کبله چې له تېرو ۱۰ ساعتونو راپه‌دېخوا یې د دې ولایت په بېلابېلو برخو کړي، ۱۲ کسان وژل شوي او نږدې ۱۰۰ نور ټپیان دي.

په همدې حال کې د بغلان عامې روغتیا ریاست مرستیال عبدالعلیم غفاري وايي چې یوازې په پل‌خمري ښار کې له ۵۰ ډېرو نظامي او ملکي کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د نوموړي په وینا، د ملکیانو په ډله کې ښځې او ماشومان هم شامل دي چې د طالبانو توغندیزو بریدونو کې ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې د بغلان ولایت په مرکزي بغلان، نهرین، تاله‌وبرفک، دوشي او برکه ولسوالیو او د پل‌خمري ښار یوشمېر سیمو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ هم نښتې روانې دي چې له کبله یې لسګونو نظامي او ملکي کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

بلخوا راپورونه ښيي چې هرات کې هم د دفاعي ځواکونو ۲ سرتېري وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.

هرات کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي دفتر مسوولانو په وینا، وسله‌والو طالبانو د دې ولایت په کشک‌کهنه، کشک‌رباط‌‌‌سنګي، کهسان، کرخ، چشت، پشتون‌زرغون، غوریان، انجیل او ګذره ولسوالیو کې پر یوشمېر ټاکنیزو مرکزونو بریدونه کړي دي.

د یاد دفتر د خبرپاڼې له مخې، د دفاعي ځواکونو موټر چپه کېدو له امله ۲ سرتېري چې کشک‌رباط‌‌سنګي ولسوالۍ ته یې ټاکنیز توکي لېږدول وژل شوي دي. په‌دغې پېښې کې ۳ سرتېري ټپیان شوي هم دي.

د خبرپاڼې پر بنسټ د دې ولایت کهسان ولسوالۍ اړوند په دوو ټاکنیزو محلونو کې د ماین چاودنې له امله ۲ کسان ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، له نن سهار راهیسې د هرات ولایت یوشمېر ولسوالیو کې پر څو ټاکنیزو مرکزونو بریدونه کړي، خو د امنیتي ځواکونو له کلک غبرګون سره مخ شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام