د هرات والي محمد اصف رحیمي د پنجشنبې په ورځ يوې خبري غونډې ته وویل، چې د ۵،۲ میلیون ډالري تړون د لاسلیک ۷ میاشتو په تیریدو سره لږ تر لږه اوس باید د برېښنا مزي ستنې نصب شوې وای، خو دده پروینا په دې برخه کې هیڅ کار نه دی شوی.
د رحیمي پروینا، چې د برېښنا شرکت پڅ کار له امله د هرات اوسیدونکي په ژمي کې د برېښنا له پرې کیدو سره مخ شوي.
نوموړي زیاته کړه، چې تمه کیده چې په ۹ میاشتو کې له ترکمنستانه د برېښنا لار پوره سمه شي یانې دا چې ۲۲ کیلومتره کې شاوخوا ۶۰ پايې نصب شي او مزي له دښتو د سرک څنډه ته نږدې شي او دغه راز، ۸۰ کیلومتره پاتې شي تر تورغونډۍ پورې تجهیزات يې باید تجدید شي، دا دی اوس یې ۷ میاشتې تیریږي، خو د پایو برخې چې باید لوری يي بدل شوی وای، خو پر خبره یې ، څرنګه چې لیدل کیږي کار وروسته پاتې دی.
په همدې حال کې د هرات والي وايي، تمه کیده چې په روان کال کې ۹۰ میلیونه افغانۍ په هرات کې د نوې برېښنا چمتو کولو له پاره ولګول شي، خو دغه کار هم نه دی شوی.
د هرات بریښنا رییس وحید احمد کامراني له ترکمنستانه د بريښنا مزي لارې لیږدولو کې کم کاري مني او وايي، چې ددې پروژې په ډیزاین کې ستونزې له امله د هغې په پلي کیدو کې ځنډ رامنځته شوي.
د هغه پر خبره اوس باید لږ تر لږه ۶۰ سلنه د پروژې کار بشپړ شوي وای.
کامراني زیاته کړه، چې د ایران او ترکمنستان وارداتي برېښنا ولتاژ لوړیدو سره به په ژمي کې هرات د برېښنا پرې کیدو شاهد وي.
د هرات والي پر برېښنا شرکت داسې مهال نیوکه کوي، چې له دوو ورځو راهیسې له ترکمنستانه هرات ته د برېښنا مزی د ډزو له امله پرې شوی او نږدې ۳۰۰ کورنۍ په تپه تیاره کې ژوند کوي.