بروکسل: له افغانستان سره په کال ۳ نیم میلیارډه ډالره مرسته وشي

د ولسي جرګې عمومي ځانګړې غونډې ته د مالیې، بهرنیو چارو، کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیران استعماعیه غونډې ته وربلل شوي وو، چې د بروکسل راتلونکي کنفرانس ته د چمتووالي او د کډوالو په اړه د جرګې غړیو ته معلومات ورکړي.

د مالیې وزیراکلیل حکیمي د ولسي جرګې ځانګړې غونډې ته وویل، دوی تمه لري چې د بروکسل په غونډه کې به له افغانستان د بشپړ سیاسي او مالي ملاتړ ترلاسه کړي.

د حکیمي په وینا، دوی په تېرو ۶ میاشتو کې نړیوالې ټولنې سره په دې خبرې کړي، چې دا مرستې د دولت د بودیجې له لارې ولګول شي.

حکيمي همدا ډول زیاته کړه، چې تمه کيږي د ژمنه شويو مرستو کچه په کال کې ۳ نیم میلیارد ډالرو ته ورسيږي.

 ده زیاته کړه، چې دا مرستې باید تر راتلونکو څلورو کلونو پورې دوام وکړي.

 دغه راز د مالیې وزیرزیاته کړه، چې نړیواله ټولنه د اداري فساد پر ضد په مبارزې او اصلاحاتو ټېنګار کوي. 

ده زیاته کړه، چې په دې برخه کې د مبارزې له پاره افغان ولسمشر د یک شنبې په ورځ د فساد پر ضد د مبارزي عدلي او قضايي مرکز پرانېستلو.

د افغان حکومت د معلوماتو له مخې به د ولسمشر په مشرۍ او د اجرايوي رییس او د لومړنۍ مېرمنې په ګډون ۶ کسیز پلاوی ګډون وکړي.

دا کنفرانس به د بهرنیو چارو د وزیراو د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو د سیاسي مشر له خوا پرانیستل شي بیا به افغان ولسمشر وینا وکړي او

وروسته به ټولوهیوادونو ته دا چانس ورکړل شي، چېې دوی خپلې ژمنې چې ټاکل شوې رسمي یې اعلام کړي اعلام به یې کړي او بیا به داروپایي ټولنې د بهرنیواړیکومسول او اجرایه رییس به مجلس ختم کړي.

د مالیې د وزیر په وینا، د دې کنفرانس په څنډه کې به ۳ نورې غونډې هم جوړې شي، چې هغه به د ښځود وړتیا، د سیمه ییزو همکاریو، د سولې په اړه خبرې او میلمستیا شامله وي.

ټاکل شوې ده، چې د بروکسل په کنفرانس کې به د ولسمشر اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله او لومړی میرمنې بي بي ګل سربیره د بهرنیو چارو او مالیې وزیران او د افغانستان د ملي امنیت د شورا سلاکار هم ګډون ولري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام