په بغلان کې ۷۰۰ بې سرپرسته ښځې په حرفوي کارونو بوختې دي

د هېواد په شمال لويديځ بغلان ولایت کې د ښځو چارو مسوولينو څخه لاس ته راغلي شمېرې ښيي، چې اوسمهال په یاد ولایت کې ۷۰۰ بې سرپرسته او غریبې ښځې په بېلابېلو حرفوي کارونو بوختې دي.

د بغلان ولایت د ښځو چارو ریاست مسولینې وايي، سره له دې، چې د دغه ولایت ښځې په حرفوي کارونو کې ښه مهارت لري، خو د خرڅلاو له پاره داسې مناسب ځايونه هم نشته.

اخوا په همدغه ولایت کې د لومړي ځل له پاره د ښځینه وو سوداګرو ټولنه جوړه شوه.

د بغلان ولایت د ښځو چارو ریاست مسولینې وايي، سره له دې، چې د دغه ولایت ښځې په حرفوي کارونو کې ښه مهارت لري، خو له دې وړاندې یې د خرڅلاو له پاره مناسب ځایونه نه لري؛ له همدې امله یې فردي کارونه کول، چې چندانې راضي ورنه نه وو.

د دغو مسولینو په خبره، په بغلان ولایت کې د ښځو د دغې ټولنې له جوړېدلو سره به د دغه ولایت د ښځینه سوداګرو کارونه پرمختګ وکړي.

د بغلان د ښځو چارو رییسې خدیجې یقین د دغې ټولنې د کاري موخو په اړه وویل، چې ښځینه سوداګرې پر ځان بسیا کول، ښځینه سوداګرو ته د لاسي کارونو او د ښځو تولیداتو له پاره بازارموندنه، د نندارتونونو جوړول او په ولایتونو او له هېواده بهر د دوی تولیداتو ته د صادرولو د زمینې برابرول؛ د دې ټولنې مهمې موخې دي.

د یقین په خبره، دغه ټولنه د اغا خان دفتر په مالي مرسته جوړ شوی دی.

د ښځو چارو رییسې وویل، چې له ۵۰۰ نه زیاتو ښځو د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د دغې ټولنې غړیتوب اخیستی دی.

که څه هم په تېرو شاوخوا ۱۴ کلونو کې یو شمېر ښځو سوداګرۍ پانګونې ته مخه کړې، خو اقتصادي کارپوهان وايي، چې دا بدلون محدود دی او یواځې د افغانستان په ځینو ښارونو کې ښځې په سوداګرۍ کې برخه لري.
د دوی په خبره اوس هم د هېواد په زياترو سیمو کې ښځې له دودیزه پلوه له محدودیتونو سره مخ دي او نه شي کولی د ځینو نورو برخو په شان د هېواد په سوداګریزه او اقتصادي پراختیا کې هم ونډه واخلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام