برخلیک ټاکونکې لسیزه؛ افغانستان د رسنیو ازادۍ په درجه‌بندي کې یوه درجه وروسته شوی

د بې‌پولې خبریالانو سازمان (اراس‌اف) د سه‌شنبې په ورځ په ۲۰۲۰ کال کې د مطبوعاتو ازادۍ نړیواله درجه‌بندي خپره کړه.

په دې درجه‌بندي کې په ۱۸۰ هېوادونو کې د رسنیو یوکلنه ازادي څېړل شوې چې له مخې یې، افغانستان په‌کې له ۱۲۱ ځای نه ۱۲۲ ته تللی دی.

د افغانستان په اړه د بې‌پولې خبریالانو د سازمان په راپور کې لیکل شوي چې «د تېرو ۱۹ کلونو لاسته‌راوړنې چې رسنیو ازادي او د ژورنالېستانو ساتنه په‌کې تضمین شوې، له ګواښ سره مخ ده. د ولسي جرګې او ولسمشري دوو لانجمنو ټاکنو له کېدو سره سره افغانستان په ۱۳۸۱ کې د طالبانو د واکمنۍ له ړنګېدو وروسته سږ کال د ۲۰۱۸ په پرتله د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی کال و. د خبریالانو او رسنیو د ساتلو لپاره د حکومت اقدامات، په تېره د رسنیو او حکومت د ګډې کمېټې جوړېدل چې تازه یې قانوني بڼه خپله کړې، ډېر شوي دي.»

دغه سازمان وړاندې لیکلي، د طالبانو او اسلامي دولت تحمیل شوې جګړه او دغه راز د جنګ‌سالارانو او ځینو فاسدو حکومتي چارواکو له لوري د خبریالانو او رسنیو ازارول په افغانستان کې د اطلاع‌رسونې لپاره په یوه تلپاتې ګواښ بدل شوي دي.

د دغه سازمان د ټینګار پر بنسټ، په یوه کال کې د خبریالۍ وضعیت ارزول ښيي چې په راتلونکو لسو کلونو کې به خبریالي هغو ناورینونو ته په کتو چې ټوله نړۍ ورسره لاس او ګرېوان ده او په دې ډله کې جیوپولیټیکي، د معلوماتو ټکنالوجۍ، د ولسواکۍ، د باور او اقتصادي ناورین له شک پرته د رسنیو د ازادۍ لپاره «برخلیک ټاکونکې لسیزه» ده.

د دغه راپور له مخې، منځنی ختیځ او شمالي افریقا د خبریالانو لپاره د نړۍ تر ټولو ګواښوونکې برخې دي.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان د راپور پر بنسټ، ناروې د رسنیو د ازادۍ په برخه کې د څلورم پرله‌پسې ځل لپاره لومړی او فنلنډ هم دویم ځای نیولی دی.

شمالي کوریا بیا تر ټولو وروستی او ورپسې ترکمنستان او اریتره ځای لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام