بایونس لومړۍ او پریانکا چوپړا د نړۍ دویمه ښکلې ښځه شوه

د بالیووډ فلمونو وتلې ښځينه اداکاره پرینکا چوپړا له امریکايي سندرغاړې او شاعرې بایونس څخه وروسته د نړۍ تر ټولو دویمه ښایسته څېرې درلودونکې مقام خپل کړ.

د هندي فلمونو دغې وتلې څېرې د نړۍ په ۳۰ ښایسته‌وو نوماندانو ښځو کې، چې د هالیووډ فلمونو ښایسته څېرې درلودونکې انجیلا جولي په ګډون دغه مقام ګټلی دی.

د اکسپریس انډيا ویبپاڼې د خبر له‌مخې، هغه د هالیووډ د تکړه او ښایسته څېرې لرونکې نجلۍ ایماواټسن نه هم مخکې شوې ده.

دغه سیالۍ د «بوزنیت» ویبپاڼې له‌خوا ترتیب شوې وو، چې پریانکا چوپړا په‌کې د نورو پړاونو په پرتله تر ټولو زیاتې رايې اخیست. داسې اټکل کېږي، چې له‌دې وروسته به نورې نجونې په دویم مقام کې د دې په شان دومره زیاتې رایې وانه‌شي اخیستلی.

خو بایونس بیا تر ټولو زیاتې رایې اخیستې او په لومړۍ مقام کې ځای لري.

له هغې سره د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما ښځې مېشل اوباما او ایماستون هم شامل و.

دا هغه پروسه ده، چې افغان سندرغاړې مژده جمال‌زاده هم د نړۍ تر ټولو د ښه صورت درلودونکې نجلۍ لقب په‌کې تر لاسه کړی و.

تر اوسه مژده جمالزاده، الیسیا ویکاندر، ترانه علیدوستی، نایومي کمپبل، آن کورتیس، مانویلا ارکوري، روندا راسي، الیزاوتا بویارسکایا، اپرا وینفری، مېشل اوباما، هیفا وهبي، ادریانا لیما، اماندا سرني، بلیک سرزنده، ګل ګدوت، اشلي ګراهام، نیکي کریمي، جي جي حدید، اماستون، ویکتوریا روفو، انجلینا جولي، مارګوت رابي، هیلاري کلینتون، داکوتای جانسون، اما واتسون او تیلور هیل په‌دې پروسه کې لومړي مقامونه خپل کړي‌دي.

پریانکا چوپړا په‌داسې حال کې دغه مقام ترلاسه کوي، چې دې له یو هندي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي وو، چې کورنۍ او دوستان يې د هنر ډګر ته ځکه اجازه نه‌ورکوله، چې له رنګه ډېره توره وه او ویل يې، چې په هندوستان او نړۍ کې تورپوستي خلک نه خوښوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام