بامیان؛ د کورونا د کېټونو نه موجودیت او یوې بلې ناروغۍ د خپرېدو په اړه اندېښنه

د بامیان یوشمېر مدني فعالان او د ولایتي شورا غړي په دغه ولایت کې د کورونا ویروس د کېټونو نه موجودیت، د کورونا ویروس د پایلې په اعلان کې ځنډ، د مصنوعي تنفس دستګاوو نه موجودیت او په خلکو کې د یوې بلې ناروغۍ د خپرېدو په اړه اندېښنه لري.

د بامیان یو مدني فعال عبدل دانشیار وايي، دیارلس ورځې وړاندې د ۴۰۰ کسانو نمونې اخیستل شوي او کابل ته لېږل شوي، خو تر اوسه یې پایلې نه دي اعلان شوي.

د نوموړي په وینا، اوس په بامیان کې د کورونا ویروس کېټونه خلاص شوي او بېګاه پر دغه ویروس یو اخته کس د نفس‌تنګۍ او مصنوعي دستګاه نه موجودیت له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د بامیان د ولایتي شورا غړی مولوي یوسف هم وايي چې د دغه ولایت اوسېدونکي د کېټونو نه موجودیت او په ځنډ سره د ټېسټونو د پایلو اعلان په اړه شکایت لري.

دوی په دغه ولایت کې د یوې بلې ناروغۍ د خپرېدو چې تبه، ټوخی، زکام، اسهال، ځان درد او د بویولو حس له لاسه ورکول یې نښې نښانې دي، خبر ورکوي. دوی وايي چې یاده ناروغي له اختر وروسته خپره شوې او تر اوسه سلګونه کسان پرې اخته شوي دي.

د بامیان مدني فعالان خبرداری ورکوي، که د دغه ولایت روغتیايي مسوولان ژر تر ژره د دغو ستونزو د حل لپاره کار و نه کړي، انساني ناورین به جوړ شي.

خو د بامیان د عامې روغتیا رییس سیدعلي‌اقا ایوب ناصري د یادو اندېښنو د تایید ترڅنګ وايي چې له یوې اوونۍ راهیسې په ټول هېواد کې د کورونا ویروس کېټونه خلاص شوي او دا یوه سراسري ستونزه ده.

نوموړي سلام‌وطندار ته ویلي چې روغتیايي کارکوونکي اوس د هغې ناروغۍ په اړه څېړنې کوي چې له اختر وروسته خپره شوې ده.

هغه وايي، لومړنۍ څېړنې یې ښيي چې یاده ناروغي محرقې ته ورته ناروغي ده چې تبه، ټوخی، اسهال او کم ځان درد یې نښې نښانې دي، خو په وینا یې، د اندېښنې وړ نه ده.

د عامې روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور بیا وايي چې په راتلونکیو درې ورځو کې به د کورونا ویروس د تشخیص کېټونه هېواد ته را ورسېږي او له هغه وروسته به د ولایتونو په کچه هم د کورونا ویروس تشخیص پیل شي.

د بامیان ولایت د روغتیا ریاست د شمېرو له مخې، تر اوسه ۱۱۴ کسان په دغه ولایت کې پر کورونا ویروس اخته شوي چې ۶۴ یې روغ شوي او ۴ نور مړه شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام