بادغیس کې د پولیسو پر یوې پوستې هوايي برید شوی

د بادغیس ولایتي شورا رییس عبدالعزیز بیک سلام‌وطندار ته وویل، نن سهار امنیتي ځواکونو د افغان یا غوڅ ملاتړ هوايي ځواک په ملتیا د کلای‌نو ښار په ۲۰ کیلومترۍ کې د سنګ زرد په سیمه کې عملیات کړي دي.

د ښاغلي بیک په خبره، په دغو عملیاتو کې الوتکو په اشتباهي توګه د پولیسو یوه پوسته ویشتلې ده چې پایله کې یې ۸ محلي پولیس وژل شوي دي. نوموړی وايي، تراوسه معلومه نه ده چې دا برید د افغان هوايي ځواک او که د غوڅ ملاتړ له‌خوا شوی دی.

په دې اړه د هېواد په لوېدیځ کې د ۶۰۶ انصار زون قوماندان جمعه‌خان عدیل سلام‌وطندار سره په خبرو کې د پېښې په تایید وویل، د عملیاتو پرمهال محلي پولیس په شخصي کالیو کې له پوستې راوتي او د هوايي ځواک له لوري په نښه شوي دي.

ښاغلی عدیل وايي، د پېښې څېړلو له‌پاره پلاوی ټاکل شوی دی ترڅو معلومه شي عملیات د چا له‌خوا شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام