د سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې پخواني کپټان او د کرکټ مشهور لوبغاړي «ایبيډيویلیرز له ۱۴ کلونو وروسته اخر هم د نړۍوال کرکټ د پرېښودلو حیرانوونکې پرېکړه وکړه.
ډيویلیرز پهخپله ټویټرپاڼه کې د یوې ویډیو په خپرولو سره اعلان وکړ چې په ډېرې سختۍ یې د نړۍوال کرکټ پرېښودلو پرېکړه وکړه؛ خو نور ستړی شویدی او غواړي د سویلي افریقا د کرکټ په ملي لوبډله خپل ځای بل لوبغاړي ته پرېږدي.
پخواني کپتان زیاته کړیده، د سویلي افریقا لهپاره د هندوستان او اسټرالیا خلاف د ټېسټ لوبو اتلولۍ جامونو ګټلو وروسته ورته دا بهترینه وخت ښکاره چې له نړۍوال کرکټ سره مخه ښه وکړي.
نوموړي په همغه لوبغالي پریټوریا کې د نړۍوال کرکټ پرېښودلو اعلان وکړ چې نوموړی پهکې د سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې ته غوره شو.
د ډيویلیرزپه وینا، د کوم بل هېواد لهپاره د لوبېدلو اراده نهلري؛ خو د سویلي افریقا په کورنیو او په نړۍواله کچه لیګونو کې به لوبېدلو ته ادامه ورکړي.
د کرکټ نړۍ دې توپوهونکې چې په ۳۶۰ زاویوي لوبغاړي هم مشهور و؛ د زړهورې او ښې لوبې پهواسطه د افغانستان په ګډون په نړۍواله کچه بېشمېره مینهوال لرل.
ډيویلیرز چې اوسمهال ۳۴ کاله عمر لري؛ په ۱۱۴ ټېسټ، ۲۲۸ پنځوساوریزو او ۷۸ شلاوریزو لوبو کې د سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې لهپاره له ۲۰۰۴ کال تر ۲۰۱۸ کال ولوبېد.
ایبيډيویلیرز د وروستي ځل لهپاره د روان کال اپریل پر درېیمې نېټې په وروستي پار د اسټرالیا خلاف پهخپل کوربتوب د سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې په ګټه ټېسټ سیالۍ کې میدان ته ښکته شویو.