په کور دننه له پراخو لاریونونو او ایران ضد اعتراضونو وروسته، زرګونه بهر مېشتو افغانانو هم په ایران کې د افغان مسافرو سیند ته اچولو او د دې هېواد په یزد ښار کې د افغان مسافرو د سوځولو په غبرګون د اروپا او امریکا په ګڼو ښارونو کې په لاریونونو لاس پورې کړ.
د لندن ښار کوڅې هغه وخت د افغانانو له شوره ډکې شوې چې د یکشنبې په ورځ یې په دغه ښار کې د ایران ضد لاریونونه پیل کړل.
د برېټانیا مرکز لندن کې مېشتو زرګونو افغانانو چې په کې د افغانستان د بېلابېلو قومونو له منځه ښځو، ځوانانو او تنکیانو ځوانانو حضور درلود، د ایران د سفارت مخې ته راټول شول او د نژاد پالنې ضد شعارونه یې ورکړل.
د دې لاریون یوه ګډونوال په ازبکي ژبه خبرې کولې، خپل احساسات یې دا ډول څرګند کړل:« پښتونوالی، هزاره توب او تاجکوالی مهم نه دی، مهمه دا ده چې موږ یوه خوله او یو غږ اوسو او له يو بل نه ملاتړ وکړو.»
د لاریون کوونکيو له منځه یوه بل کس ټینګار وکړ چې نړۍ باید په ایران کې د افغانانو وژنه او ځورونه جدي وګڼي او د نورې نړۍ په څېر له افغانانو هم دفاع وکړي.
دغه راز له برېټانیا سربېره په جرمني کې هم په ایران کې له افغانانو سره شوي زیاتي او نژاد پالنې ضد لاریونونه وشول.
د شنبې په ورځ زرګونه کسانو په پلازمېنه برلین کې راټول شول او د ایران د حکومت ضد شعارونه یې ورکړل. دغه راز د هامبورګ په ګډون د جرمني څو نور ښارونه هم د دغه شان لاریونونو کوربانه وو.
بل پلو، له اروپا لرې د امریکا لویې وچې په کاناډا او متحده ایالتونو کې هم سلګونه افغانان واټونو ته ووتل او د ایران د حکومت پر ضد یې شعارونه ورکړل.
لاریون کوونکيو په ایران کې د وژل شویو افغانانو لپاره عدالت وغوښت او پر نړیوالې ټولنې یې غږ وکړ چې نه باید د ایراني پولیسو له خوا له افغان مسافرو سره په کړي وحشت چوپ پاتې شي.
له دې وړاندې په اتریش، فرانسې، سویډن او فنلنډ هېوادونو کې هم په ایران کې د افغان مسافرو د وژلو په غبرګون اعتراضي لاریونونه وشول.
په دغو لاریونونو کې ایراني وګړو هم ګډون درلود او د ایران د پولیسو چلند یې وغانده.