ایا د سنتي رهبرانو د زوال وخت را رسېدلی؟

د اجرایه رییس دویم مرستیال محقق تېره شپه لاریون کوونکو ته چې ټوله ورځ د ارګ مخې ته راټول شوي وو، وویل، چې دغه کسان د خلکو واقعي استازي نه دي او د خلکو واقعي استازي هغه څوک دي، چې په ټاکنو کې ګډون کړی او خپلو رهبرانو ته رایه ورکړې.

محقق د خبرو په یوه برخه کې د لاریون کوونکو مشرانو ته په خطاب کې وویل، چې دغه مشران د ولسمشرۍ ټاکڼو په تېر پېر کې مات شوي خلک دي او راغلي، چې د ملي یووالي حکومت د خنډونو سره مخ کړي.

پرون ورځ لسګونو زره لاریون کوونکو په زابل کې د ۷ برمته شویو مسافرو د سرپریکولو په اعتراض پراخ لاریون وکړ او د ارګ مخې ته د حکومت مشرانو د ځواب په تمه راټول شوي وو.

د اجرایه ریاست دویم مرستیال د حکومت سیاست څخه او په ځانګړي ډول له ولشمسر نه د هغه ملاتړ په ټولنیزو رسنیو کې د محقق په شخصیت باندې خلکو نیوکې وکړې.

د تېرې ورځې له پېښې وروسته د خلکو په ذهنونو کې څو پوښتنې پیدا شوي دي: ایا محقق د سیاسي راتلونکي او عمومي رایو د لاسه ورکولو وېره نه لرله؟

ایا ټولنه ورو، ورو د خپلو سنتي قومي راهبرانو څخه واټن اخلي؟

د سیاسي چارو شنونکی غفور لیوال سلام وطندار سره په مرکه کې د هېواد سیاسي قومي رهبرانو په اړه وویل، چې په افغانستان کې ولسي خلکو د مشرانو په ټاکلو کې هیڅ ډول ونډه نه لري؛ د بهرانیانو مداخلې او کورنۍ نښتې ځېنې کسان لوړو سیاسي پوړونو ته رسوي. او مشهور رهبران جوړیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې ریښتني رهبران د وړتیا، عمومي افکارو او رایو له لارې په خلکو کې مشهرت ته رسیږي.

لېوال په دې باور دی، چې تر اوسه پورې په افغانستان کې واقعي رهبرانو ظهور نه دی کړی او اوسنیو مشرانو یواځې د خلکو غولولو په وسیله نفوذ کړی دی.

لېوال وايي، اوسني مشران په زیاتو مسایلو کې د قومي ارزښتونو په اساس ارګ فتح کړی دی؛ د هېواد قومي او سیاسي مشران د ولسي خلکو وېرولو په خاطر پيچلې دستګاوې لري او له همدې لارې په ټاکنو کې بریالي کیږي.

دغه شنونکی وايي، قومي رهبران وروسته له هغې چې واک ته ورسیږي، ولسي خلک د دوی په واقعي سود جویانه اخلاقو پوهیږي.

ده زیاته کړه، ولس هغه وخت د رهبرانو په اصلي څېرو پوهیږي، کله چې د سیاسي شعور او پوهاوي کچه لوړه شي.

همدا راز د پوهنتون استاده زهرا لطفي د سنتي او قومي رهبرانو زوال په اړه د سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې د افغانستان ځوان نسل په نویو ارزښتونو پوهیږي او نور د جهاد، جنګ او نښتو رهبران نه غواړي.

د مېرمن لطفي په خبره نوی نسل نوې غوښتنې لري او دغو غوښتنو ته د رسېدو له پاره له نویو لارو چارو کار اخلي.

نوموړې وویل، پرون ورځ په پلازمېنه کې لاریون ثابته کړه، چې خلک نور د سنتي ارزښتونو دیوالونه ویجاړ کړي دي او هغه رهبران نه غواړي، چې دوی سره خواخوږي نه لري.

هغه چې ځان ته په خپله رهبر وايي او ځان په نورو غوره ګني نوی نسل هژمونیکه رهبري نه شي زغمی.

مېرمن لطفي وايي، خلکو قوم محوره او هر څه ځانته غوښتونکي رهبرۍ له سیوري وتلي دي، خو ځېنې نور بیا د زور او وېرې له امله په دغه ټولګه کې راګېر دي.

د ولسي جرګې غړی او لیکوال داکټر محی الدین مهدي په دې باور دی، چې ځېنې قومي، سیاسي رهبران باثباته لیدولوری نه لري او په هر سیاسي پېر کې لیدلوری یې نااشنا بدولون کوي.

مهدي وايي، چې په سیاست کې هیڅ څیز ثابت نه دي او یواځې شخصي ګټې بدلون نه کوي.

د هېواد اوسني سیاسي حالت نه معلومیږي، چې د سنتي رهبرانو عمر پای ته رسېدلی دی.

نوموړی په دې باور دی، چې د افغانستان یو شمېر له ډېره وخته راپاتې ستونزې د همدغو رهبرانو حاصل دي، چې په قومي او ولس غولونکو شعارونو یې هېواد تبا کړی دی.

د ټولنیزو مسایلو شنونکو په خبره د لړم میاشتې ۲۰ مې لاریون د ملي یووالي حکومت قومي او سیاسي رهبرانو شخصیت په خلکو کې له منځه لاړ او خلک ترې ناهیلې شول.

شنونکي په دې باور دي، خلک په حساسو شرایطو کې یو له بله یوموټی کیږي او هیله لري، چې رهبران یې د دوی په څنګ کې ودریږي او ملاتړ یې وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام