اکسونپ: د سولې عالي شورا غړي باید واحد دریځ ولري

د سولې له پاره د افغان مدني ټولنې د سازمانونو شبکې (اکسونپ) غړي وايي، چې اوسمهال له وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو په هکله د سولې عالي شورا غړو د واحد دریځ نه شتون به د سولې پر مذاکراتو سخت منفي اغیز وکړي.

د یادې شبکې غړي عبدالرحمان ننګ د یوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل، چې اوسمهال د سولې عالي شورا غړي د دولت له مخالفو وسله والو سره د خبرو اترو په باب واحد دریځ نه لري او دغه چاره به د سولې په برخه خنډونه رامنځ ته کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې د سولې عالي شورا باید د سولې له پاره یوه ځانګړې کړنلاره جوړه کړي.

عبدالرحمان دا هم وویل، چې د وسله والو طالبانو سره باید په مذاکراتو کې ښځې او د مدني ټولنو ځينې غړي هم ګډون ولري او همدارنګه حکومت ته پکار ده، چې په دغه برخه کې موضوعات پټ نه کړي.

له بل لوري د اکسونپ شبکې رییسې حمیرا ثاقب وویل، چې د دوی د څېړنو له مخې، د لرليد نه روښانتیا، په مذاکراتو کې ګونګتیا، د یو جامع او ټولیزې ستراتيزۍ نه شتون، د قومندې د وحدت او په مذاکره کوونکو کې د ظرفیت نه شتون، د یو روڼ او شفاف مکانیزم نشتوالی، همدارنګه د یو ملي برنامې نه شتون او ځینې نور هغه ستونزې یادې کړلې، چې اوسمهال د سولې پروسه ورسره مخ ده.

همدارنګه ثاقب، د سولې له پاره د یو شفاف مکانیزم شتون، د سولې د ستراتيژۍ له پاره د کره معیارونو منځ ته راوړل، د زمان پورې د اهدافو نه تړل،  د سولې د خبرو اترو تقویت او ځينې نور موارد د دغې پروسې د ښه مخ‌تګ له پاره وړاندیزونه په ګوته کړل.

نوموړې دا هم وویل، چې په نږدې راتلونکي کې به دغه مسایل له حکومتي چارواکو سره هم شریک کړي.

اکسونپ په داسې حال کې د سولې په عالي شورا کې د مناسب دریځ پر نه شتون نیوکې کوي، چې څو ورځې وړاندې د سولې د عالي شورا مشر پير سېد احمد ګيلاني وویل، چې له وسله والو طالبانو سره جګړه جایز نه دی او د طالبانو په اړه د ده دا دریځ د څو لسیزو پخوانی دریځ دی.

د سېد احمد ګيلاني دا څرګندونې دننه په حکومت کې د بېلابېلو چارواکو د سختو غبرګونونو لامل شو.

له هغه وروسته د اجرايوي رییس ډاکټر عبدالله عبدالله  دویم مرستیال محمد محقق وویل، چې پير سېد احمد ګيلاني د وسله والو طالبانو په هکله بې ځایه "بانګ" کړی او هغه ممکن په بې هوشۍ کې دا خبره کړې وي.

یاده دې وي، چې په دې وروستيو میاشتو د سولې خبرو اترو اوازې بیا د سیاسي بحثونو محور ګرځېدلی او ولسمشر محمد اشرف غني هم څو ورځې وړاندې د طالبانو له پاره پر دوو شرطونو زیات ټينګار وکړ.

هغه ویلي، چې سوله او جنګ به د طالبانو پر وړاندې د حکومت پالیسي وي او د هغه پر خبره د دغو وسله والو پر ضد به پر یاده کړنلاره کې تغیر نه راځي.

که څه ځينې نيوکې کوي، چې خبرې اترې او په عین حال کې له طالبانو سره د دغو وسله والو پر ضد د حکومت له لوري جنګ کول د یو بل سره په تضاد کې دي، خو ولسمشر ټينګار کوي، چې د هغو کسانو سره به سوله نه کوي، چې د اوسني حکومت پر وړاندې جنګيږي.

ولسمشر په ټينګار سره ویلي، هغه کسان چې جګړه کوي، نو حکومت به يې په خپل ټول قوت سره له منځه یوسي.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام