په ترکیې هېواد کې نن (یک شنبې) ورځ د "واک" واکمن ګوند عمومي کنګره جوړه شوې وه، چې په دې کنګره کې د هېواد له پاره د لومړي وزارت څوکۍ ته ټاکنې کېږي.
د کنګرې د نن(یکشنبې) ورځې په ټاکنو کې بن علي د واکمن ګونډ مشر وټاکل شو، چې عین وخت کې دا د لومړي وزیر څوکۍ ته د نوماندولو په معنا دی.
د واک ګونډ دغه غړی د ولسمشر اردوغان په کابینه کې د ټرانسپورټ او مخابراتو وزیر و.
بن علي په ترکیه کې د مهمو پراختیايي پروژو له تکمیلولو سره په ترکیه کې محبوبیت لري.
له بل لوري اپوزیسیون په بن علي د مالي فساد تورنه پورې کړي، خو دی بیا دغه تورنه ردوي.
له دې نه مخکې داود اوغلو د ترکیې هېواد لومړی وزیر و.
په پارلمان کې د اردوغان ګوڼد زیاتې څوکۍ لري، ښايي، چې دغه ټاکنې هم دوی وګټي.
په ورته وخت کې اسوشېټېد پرس راپور ورکړی، چې ښايي، اردوغان په اساسي قاونون کې بدلون راولي او د ولسمشر اوسنۍ سمبولیکه دنده د ځان له پاره وکاروي.
د ناټو غړي هېواد په مشرتابه کې دغه بدلون په داسي حال کې رامنځته کيږي چې د کرد توکمو ياغيانو خپل ترهګريز بريدونو ته زور ورکړی دی او د ګاونډي هېواد سوریې کړکېچن وضیعت هم ورباندې اغیز لري.