د افغانستان د کارګرو ملي ټولنې یا "امکا" د کاریګرو معاشونو کموالي په باب د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ له حکومته غواړي، چې د کاریګرو تنخوا ګانې باید لوړې کړي.
د یادې ټولنې رییس معروف قادري د یوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل، چې د کاریګرو تنخوا لوړولو په اړه د ولسمشر فرمان تراوسه نه دی عملي شوی.
د هغه پر خبره، د کاریګرو اقتصادي وضعیت ته په کتو سره د دوی تنخوا ګانې باید ژر تر ژره لوړې شي.
قادري خبرداری ورکړ، چې که د کاریګرو تنخوا ګانو لوړولو په اړه د دوی غوښتنو ته رسیدنه و نهشي دوی به په سترو مدني حرکتونو لاس پورې کړي.
د افغانستان د کارګرو ملي ټولنې رییس زیاتوي، چې اقتصادي وضعیت ته په کتو او د اجناسو بیوو لوړوالي سره د کاریګرو تنخوا ګانې باید لوړې شي.
د نوموړي پر وینا، په دې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ حکم هم روښانه دی.
د قادري پر خبره، د کاریګرو اقتصادي وضعیت ته په کتو سره باید دوی ته لږ تر لږه ۱۲ زره افغانۍ تنخوا ګانې وټاکل شي.
د ویلو ده، چې اوسمهال د یو عادي مامور دولتي معاش له ۵ زرو افغانیو تر ۷ زرو پورې ده، چې له اضعافه کارۍ سره تر ۹ زرو رسيږي.
قادري ټینګار وکړ، که د کاریګرو تنخوا ګانې لوړې نهشي د حکومت او کاریګرو ترمنځ به واټن زیات شي.
په ورته وخت کې د مالیې وزارت مسوولین وايي، چې د کاریګرو تنخوا ګانو لوړولو مسئله به وڅیړي او د ملي امکانات په صورت کې به دغې مسلې ته رسیدنه وکړي.
د مالیې وزارت ویاند اجمل عبدالرحیمزي سلام وطندار ته وویل، چې دغه مسئله به د قانون په اډانه او امکاناتو په صورت کې له امکا سره په همغږۍ وڅیړي.
د نوموړي پر خبره، د خلکو اړتیاوې امکانات محدود دي او زیاتې.
د کاریګرو د ملي ټولنې د معلوماتو پر بنسټ، نه یوازې دا چې د کاریګرو معاشونو ته ځانګړې پاملرنه شوې، بلکې په دغه برخه کې د جدي توجه په موخه د ولسمشر غني صادر شوی فرمان هم نهدی عملي شوی.
خو کې له دې سره ـ سره شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د څارنې او ارزونې پلاوي ګډې ناستې په ترڅ کې د کار موندنې له نوې کڅوړې کولو خبر ورکړ.