امریکا په افغانستان کې پر زېربناوو وروستي بریدونه غندلي

د سوېلي او منځنۍ اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیس وېلز په افغانستان کې پر زېربناوو وروستي بریدونه غندلي دي.

نوموړې پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي، له یوې خوا افغانان اوس د کورونا وېروس له کبله له ډېرو ننګونو او ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، خو بله‌خوا وسله‌والو د برښنا پایې په چپه کولو سره په کابل او یوشمېر نورو ولایتونو کې پر روغتونونو او کورونو برښنا درولې ده.

نوموړې لیکلي: «زه په افغانستان کې پر زېربناوو وروستي بریدونه په کلکه غندم، افغانان باید له کوېډ-۱۹ سره مبارزې ته یوموټی شي.»

نا پېژنده کسانو د یکشنبې په ورځ د کابل په میربچه کوټ ولسوالي کې د وارداتي برښنا پایه چپه او د کابل په ګډون یې په ننګرهار، لغمان، میدان وردګ، غزني، لوګر، پکتیا او خوست کې زرګونه کورنۍ له برښنا بې‌برخې کړې.

برښنا شرکت نن خبر ورکړ چې د کابل د برښنا مزي چې ۱۲۰ مېګاواټه برښنا لېږدوي، د لنډ مهال لپاره تړلي او د پایې پر اساسي جوړولو کار روان دی.

د دغه شرکت په وینا، پر یاده پایه ۲۳ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او په راتلونکو څلورو یا پنځو ورځو کې به یې په اساسي ډول جوړه او د وارداتي برښنا پرې شوي مزي به بېرته وتړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام