امریکا د طالبانو د مرکچي پلاوي لګښت نه ورکوي

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، پنټاګون د روان میلادي کال په پیل کې له امریکايي چارواکیو سره د خبرو لپاره دوحې ته د طالبانو د استازیو د سفر او نورو لګښتونو لپاره له کانګرسه د پیسو غوښتنه کړې وه.

د کانګرس د استازیو جرګې د دفاعي بودیجې د فرعي کمېټې ویاند کیون سپایسر ویلي، پنټاګون د ۲۰۲۰ میلادي کال په بودیجه کې د پخلاینې د فعالیتونو په نوم بودیجه غوښتې وه.

راپور زیاتوي چې پنټاګون دا پیسې د طالبانو د استازیو د سفر، هستوګنې، خوړو او وسایلو لپاره غوښتې وې، خو د دفاعي بودیجې د فرعي کمېټې ویاند ویلي، د دفاع وزارت دا طرحه له هغه قانون سره په ټکر کې ده چې د ترهګریزو ډلو مادي ملاتړ ته اجازه نه ورکوي.

د هغه په وینا، طالبان پر امریکايانو بریدونو ته دوام ورکوي، افغان حکومت نه مني او لا هم په ټولنه کې د ښځو د حقونو له منلو انکار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او طالبانو د استازیو ترمنځ پر افغان سولې د خبرو اترو شپږم پړاو خبرې اترې هم شوي، خو لا هم وسله‌وال طالبان له افغان حکومت سره بین‌الافغاني خبرو اترو او اوربند ته حاضر نه‌دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام