د المان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس چې تېره ورځ مزارشریف ته راغلی و، نن یې په کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست وزیر صلاحالدین رباني سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، که اړتیا وي، المان تیار دی چې په بُن کې د یوې بلې غونډې کوربهتوب وکړي.
نوموړی ټینګار کوي چې د ولسواکۍ، د بشري حقونو قوانینو، د ښځو حقونه او نور موارد چې سرې کرښې دي او په اړه یې هوکړې ته د رسېدو لپاره په بُن کې د یوې بلې غونډې جوړولو اړتیا ده.
ماس زیاتوي، المان له افغانستان سره پر خپلو کړیو ژمنو ولاړ دی. نوموړي افغانستان ته یې د سفر موخه هم د یادو ژمنو د عملي کولو او خپل رول په اړه د روښانه پیغام ورکول یاد کړل.
ټاکل شوې د المان د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان وروسته پاکستان ته هم لاړ شي.
اړوند مطالب: