المان او افغانستان: د سولې شپږم پړاو خبرې بې‌پایلې وې

د افغانستان او پاکستان لپاره د المان سفیر او ځانګړی استازی مارکوز پوتسل نن په کابل کې یوې مشورتي غونډې ته چې په سوله کې د ښځو رول په اړه جوړه شوې وه، وویل چې المان به د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په بلنه په یاده پروسه کې همکاري وکړي.

د المان ځانګړی استازی زیاتوي، د امریکا او طالب استازیو ترمنځ په اووم پړاو خبرو کې د امریکايي ځواکونو پر وتلو، له ترهګرۍ سره پر مبارزې، اوربند او د بین‌الافغاني خبرو پر پیلولو خبرې کېږي.

پوتسل د سولې په روانو خبرو کې د افغانستان د تېرو اتلس کلنو لاسته‌راوړنو پر خوندي ساتلو ټینګار وکړ.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ادریس زمان هم په قطر کې د امریکا او طالب استازیو ترمنځ د سولې خبرو شپږم پړاو ناکام وباله او زیاته یې کړه چې د محتوا له اړخه د یاد پړاو خبرې له ځینو ستونزو سره مخ وې.

زمان د سولې په خبرو اترو کې د المان هېواد د پراخه رول لوبولو غوښتنه وکړه.

بله‌خوا د ولسمشري ټاکنو نوماند فرامرز تمنا د طالب بندیانو خوشې کول او د جګړې دوام، د افغانستان د امنیتي مسایلو په مدیریت کې تناقض بولي.

تمنا وايي، که طالبان خوشې کېږي، د جګړو په جبهاتو کې باید اوربند اعلان شي، څو د یو څو محدودو کسانو د ګټو لپاره د جګړې په لیکو کې افغانان ونه وژل شي.

دا په داسې حال کې ده چې په‌دې وروستیو څو ورځو کې د طالب بندیانو خوشې کول له جدي نیوکو سره مخ شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام