الباما کې توپان د ۲۲ تنو ژوند واخېست

د الباما په جنوب ختیځ سیمه کې د یکشنبې په ورځ ماسپښین دوه بجې د سخت توپان او باران له امله د ۲۲ تنو ژوند اخېستی او څو نور ټپیان شوې‌دي. دې سخت توپان شاوخوا سیمې هم زیانمنې کړې‌دي.

د اوسوسیټېډ پرې خبري اژانس لیکلی، د امریکا جنوبي ایالت د الباما د «لي» ولسوالۍ د اضطراري حالاتو ادارې مشر جرج جونز کلینتون وايي چې نن سهار په سیمه کې د مړیو او ټپيانو د پلټنې په پار هوايي او ځمکني عملیات پيل شوې‌دي او په خبره یې، ممکن په تلفاتو کې زیاتوالی راشي.

د دې ادارې په وینا، دې توپان شاوخوا نیم مایل سیمه تخریب کړې چې ځېنې کورنه هم ورکې زیانمن شوي‌دي.

دوی له دولته د مرستې غوښتنه کوي چې سیمه کې ژر تر ژره د پلټنې کارونه پیل کړي.

د الباما د هواپېژندنې ملي ادارې د یکشنبې په ورځ د حداقل F3 رتبې په اندازه د توپان وړاندوینه کړې وه چې د نیم مایل مسیر په اندازه ویجاړی کولی شي. د دې ادارې په خبره، دا توپان د جورجیا، جنوبي کارولینا او فلوریدا له لوري رالوتی و.

د پېښې له سیمې خپرې شوې ویډيوګانې ښيي چې په سیمه کې کورنه ویجاړ شوي، ونې چپه شوي او موټرې ځای پر ځای ولاړې دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یو ټویټ په کولو سره د پېښې له قربانیانو سره خواخوږي ښودلې ده.

 

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام