اقلیمي بدلونونه او د افغانستان د اوبو پرسر رقابتونه

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر پېر مایدون چې نن یې په کابل کې د اقلیمي ګواښونو څېړلو غونډه کې خبرې کولې وویل، اقلیمي بدلونونه به د اقتصادي، سیاسي او منیتي مسایلو ترڅنګ، پر افغانانو فشار راوړي او د اوبو پرسر به له اېران او پاکستان سره د افغانستان رقابتونه ډېر کړي.

نوموړی وايي، اروپايي ټولنه به د اقلیمي بدلونونو او وچ‌کالۍ پروړاندې مبارزې کې د افغانستان له حکومت او خلکو سره همکاري وکړي.

ښاغلی مایدون زیاتوي، افغانستان به د پاریس معاهدې ترڅنګ د دې ګواښونو پروړاندې مبارزې له‌پاره هم هڅې وکړي او اروپايي ټولنه به له افغان حکومت سره په ګډه د هغو خلکو له‌پاره ځانګړې طرحې او پروګرامونه جوړ کړي چې د وچ‌کالۍ له ګواښ سره لاس او ګرېوان دي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسي جرګې څو ورځې وړاندې هېواد کې د وچ‌کالۍ زیاتوالي او له کبله یې د خلکو بې‌ځایه کېدو په اړه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، کلیوبیارغونې او پراختیا وزارتونو او چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولان استجواب کړي وو او هغوی هم د دې ګواښ پروړاندې مبارزې برخې کې د مشخصو تګلارو خبر ورکړی و.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام