افغان کرکټ ملي لوبډله د تاریخي سیالۍ له‌پاره انګلستان ته لاړه

افغان کرکټ ملي لوبډله د انګلستان (ایم سي سي) کرکټ کلب خلاف د تاریخي او نمایشي ۵۰ اوریزه کرکټ سیالۍ ترسره کولو لپاره نن له غرمې وروسته د بورډ له مشرتابه سره د لیدنې وروسته دلندن په لور روانه شوه.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر عاطف مشعل د لوبډلې د رخصتولو پرمهال دوی ته په لارډز کې د لوبیدو مبارکي وویله او دغه سیالۍ یې، لوبډلې ، کرکټ بورډ او افغان ولس ته ته خورا تاریخي او ارزښتناکه یاده کړه.

مشعل له ملي لوبډلې څخه وغوښتل چې د (ایم سي سي) خلاف سیالۍ کې ښه لوبه وکړي او دا نړیوالو ته دا وښایي چې د افغانستان کرکټ د بشپړ غړیتوب اخیستلو وروسته د پرمختګ یو بل پړاو ته دننه شوی دی.

د لوبډلې کپتان اصغرستانکزي هم سلام‌وطندار سره د (ایم سي سي) خلاف لوبه تاریخي موقع یاده کړیده چې په وینا یې هڅه به وکړي زیاترو تجربه کاره لوبغاړو ته دلوبیدو چانس ورکړو.

د کرکټ ملي لوبډلې تکړه ال راونډر ګلبدین نایب هم په رسمي فیسبوک پاڼه کې دانګلستان خلاف سیالۍ د افغانستان کرکټ او ملي لوبډلې لپاره تاریخي یاده کړیده او له مینه والو یې غوښتي چی په دعاګانو کې یې یاد وساتي.

ټاکل شویده د افغانستان او (ایم سي سي) کرکټ لوبډلو ترمینځ دغه سیالۍ به دروانې جولای میاشتې په ۱۱مه نیټه په لارډز تاریخي کرکټ لوبغالي کی ترسره شي.

لارزډ کرکټ لوبغالې د کرکټ لوبغاړو لپاره خورا ارزښت لري او د افغان لوبغاړو په شمول د کرکټ نړۍ هر لوبغاړی ارمان لري چې د (کرکټ کور) پدې تاریخي لوبغالي کې سیالۍ ترسره کړي.

له افغان کرکټ ملي لوبډلې سره د اصغرستانکزي په کپتانۍ کې د حمزه هوتک پرته نور ټول هغه لوبغاړي ملګري دي چې پدې وروستیو کې یې د ویسټ انډیز خلاف ۵۰ اوریزه لوبې وکړی.

دغه راز په (ایم سي سي) کرکټ کلب لوبډله کې بیا د نیوزیلینډي کپتان برینډن مکولم ترڅنګ پاکستانې مصباح الحق، ویسټ انډيزی شینوراین چندرپال او سریلانکایي کمار سنګاکار په څیر د کرکټ افسانوي لوبغاړي شامل دي.

دا د افغانستان کرکټ په تاریخ کې لومړې ځل دی چی ملي لوبډله یې د کرکټ نړیوالې شورا په چوکاټ کې د یوه بشپړ غړي هیواد په توګه په بهرني سفر ځي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام