افغان چارواکي: پاکستان ته د امریکايي جنګي وسلو ورکړې خبر دروغ دی

د راپورونو له مخې امريکا په پلان کې لري، چې پاکستان ته نظامي وسلې او نور تجهيزات ورکړي.

لاسته راغلي معلومات ښيي، چې همدا اوس امريکا ۱۳ جنګي، ۵۰ روزونکي هيليکاپټرې او ۳۷۰ زرهي موټرې د پاکستان پوځ په واک کې ورکړي دي.

که څه هم په دې هکله امريکايي چارواکو  لا څه نه دي ویلي، خو د راپورونو پر بنسټ دغه نظامي وسلې او تجهيزات په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو له خوا استعمال شوي.

د پاکستان اکسپریس ورځپاڼې د يوې پټې سرچينې له قوله ليکلي، چې دغه وسلې د پاکستان د نظامي ځواکونو د پياوړي کولو او د ترهګرو پر وړاندې مبارزې له پاره ورکړل شوي دي.

سرچینه ليکي، چې پاکستان له وار دمخه له امریکا ددا ډول جنګي تجهیزاتو غوښتنه کړې وه چې اوس ورته امریکا په افغانستان کې کارولې وسلې ورکوي.

له بل لوري بیا دافغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند مرستيال دولت وزيري له لوري د پاکستانۍ ورځپاڼې خپور کړی خبر نا سم بولي او زياتوي، چې دوی تر اوسه په دې اړه کوم معلومات نه لري.

وزیري زياته کړه، چې امريکا باید په افغانستان کې خپلې استعمال کړې وسلې او پوځي تجهیزات افغانستان ته وسپاري.

افغان چارواکي وايي، چې د پخواني حکومت له مهاله امریکا سره دهغوي د زړو جنګي تجهیزاتو د ورکړې په اړه خبرې اترې کوي.

له بل لوري د نظامي چارو ځينې شنونکي په دې اند دي، چې امريکا هيڅکله نه غواړي، افغان امنيتي ځواکونه پياوړي شي او د نظامي وسلو او تجهيزاتو له اړخه ځواکمن شي.

د نظامي چارو کارپوه جنرال غلام حسېن هزاره سلام وطندار ته وویل، چې امريکا خپلو ستراتيژيکو اهدافو ته راغلې او نه غواړي د افغانستان جنګ ختم شي؛ بلکې د اوسني کړکېچ د مديريت په هڅه کې ده.

هغه وايي، که امريکا افغان ځواکونه تمويل او تجهیز کړي، نو د دوی حضور بیا مشروعيت له لاسه ورکوي.

د نظامي چارو بل شنونکی کابل خان تدبير وايي، افغان حکومت په تېرو ۱۳ کلونو کې په دې ونه توانېده، چې د خپلو نظامي اړتياو نوملړ برابر کړي او نړیوالو ټولنو ته قناعت ورکړي.

تدبیرخان زياته کړه، د نوي حکومت چارواکي هڅه کوي، څو د امريکا سره داسې یو هوکړه لیک لاسلیک کړي، چې له مخې يې امريکا خپل نظامي تجهیزات افغان ځواکونو ته وسپاري.

له دې وړاندې هم داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې پاکستان غواړي په افغانستان کې د امريکا استعمال شوي نظامي وسلې واخلي، خو بیا دغه کړنه د افغان دولت له جدي نيوکو سره مخ شوه او د ولسمشر کرزي پر مهال د دغه موضوع له پاره يو ځانګړی کمېسیون هم جوړ شوی و.

 

 

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام