په امریکا کې مېشت افغان لامبوزن عباس کریمي چې دواړه لاسونه یې نهشته، د یاد هېواد په کوربهتوب د لامبووهنې په ملي سیالیو کې د لومړي مقام په خپلولو سره د سرو زرو مډال وګاټه.
نوموړي د دې سیالیو په ۵۰ متره فري سټایل لامبووهنه کې یاد مډال وګاټه او ټاکل شوې ۲ نورې سیالۍ چې یوه په ۵۰ او بله په سل متره واټن کې کېږي، هم وکړي.
د لامبووهنې دغه ملي سیالۍ د ۳ لهپاره چې یوشمېر ښځینه او نارینه لوبغاړو پهکې ګډون کړی و، د امریکا د اریزونا ایالت په تکسن ښار کې وشوې.
عباس کریمي پر خپلې فېسبوکپاڼې د سرو زرو مډال ګټلو له کبله د «الحمدلله» په ویلو سره شکر اېستلی دی.
نوموړي تېرکال هم د معلولانو په نړېوالو لامبو وهلو سیالیو کې چې د مکسیکو په کوربهتوب جوړې شوې وې، دویم مقام ګټلی و.
د افغانستان د لامبووهنې فدراسیون کولی شي په راتلونکي پارا المپیک سیالیو کې چې ټاکل شوې په ۲۰۲۰م کال په توکیو کې جوړې شي، له عباس کریمي نه هم ګټه واخلي.
د یادونې ده چې د امریکا په کوربهتوب د لامبووهنې ملي سیالیو موخه د امریکا د معلولانو د لامبو وهنې ملي لوبډلې لهپاره د غوره لوبغاړو ټاکل هم و.