افغان فوټبال ملي لوبډله سبا له تایلنډ سره لوبه کوي

ټاکل شوې ده، چې د افغانستان فوټبال ملي لوبډله په یوه نړېواله دوستانه فوټبال لوبه کې سبا له تایلینډ فوټبال ملي لوبډلې سره د لوبې ډګر ته ووځي.

د فوټبال فدراسیون خبرپاڼه لیکي، چې د افغانستان او تایلینډ فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ به د سبا ورځې سیالۍ د افغانستان په وخت ماښام ۵ بجې ددې هیواد په پلازمینه بنکاک (راجامنګالا) کې ترسره شي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون سکرترجنرال سید علي رضا اقازاده سلام وطندار سره په خبرو کې ویلي، چې په افغان ۲۳ کسیزه لوبډله کې د پخوانيو تجربه کاره لوبغاړو ترڅنګ ځوانو لوبغاړو ته هم د لوبیدو موقع ورکړل شوې ده، چې ۶ لوبغاړي له هیواد څخه او پاتې ۱۷ بهرمیشته افغان فوټبالران له بهرنیو هیوادونو څخه غوره شوي دي.

دغه راز له لوبډلې سره مل مرستیال روزونکي علي عسکرلعلي ویلي دي، چې بهرمیشته افغان فوټبالران هم له بیلا بیلو اروپایې هیوادونوڅخه تایلینډ ته رسیدلې دي او د سبا ورځې سیالۍ ته ښه چمتو دي.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان فوټبال په تاریخ کې لومړې ځل دی، چې د تایلینډ پر وړاندې د فوټبال نړېواله لوبه ترسره کوي او د لوبې وروسته به ایران ته وخوځیږي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون دغه لوبه ځکه د خپل روزونکي سلوان سکلیزیچ په وړاندېز له تایلینډۍ فوټبال ملي لوبډلې سره برابره کړیده ترڅو د جاپان خلاف مهمې سیالۍ ته ښه چمتووالې ونیسي.

په پام کې ده، چې د افغانستان او جاپان فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ د روسیې په کوربتوب  ۲۰۱۸ م ز کال فوټبال نړیوال جام سیالیو ته د لارې موندنې په موخه د اسیا لومړي ټاکنیز پړاو درېیمه لوبه د روانې سپټمبر میاشتې په ۸ مه نېټه د ایران په کوربتوب ترسره شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام