د هند فوټبال ملي لوبډلې افغان لوبډلې ته د جنوبي اسیا د فوټبال په وروستۍ لوبه کې د دوه د یو په مقابل کې ماتې ورکړه او خپله یې لومړی او افغانستان دویم مقام وګټلو.
افغان لوبډلې په دې لوبه کې خپل بخت وازمایلو، خو هند د ښې لوبې په کولو سره له چانس نه کار واخیست او اتلولي یې خپله کړه.
لوبه د هند د کریله په لوبغالي کې وشوه چې زرګونه نندارچیان ورغلي وو. د افغان لوبغاړو د هڅونې لپاره له کابل څخه یو شمېر چارواکي هم ورغلي وو.
د لوبې لومړنۍ پاڼۍ صفر صفر خلاصه شوه خو، په دویمې پاڼۍ کې افغانستان لومړی ګول وکړ، مګر څو دقیقې وروسته هند هم ګول وکړ او لوبه یې یو- یو مساوي کړه. افغان ګول وهونکی زبیر امیري و.
دواړو خواوو ته څو وارې د نورو ګولونو د وهلو زمینې هم برابرې شوې، خو ونه توانېدل.
افغان لوبډلې دوه ځلې مخکې هم د هند له لوبډلې سره د جنوبي اسیا د فوټبال په وروستۍ لوبه کې مخ شوی و، چې یو ځل یې دا لوبډله په ۲۰۱۳ کال کې ماته کړې وه او د اتلولۍ جام یې ګټلی و.
دغه لوبې چې دوه اونۍ وړاندې په هند کې پیل شوی و، چې د جنوبي اسیا ۷ هېوادونه په کې ګډون کړی و.