ټاکل شوې ده، د افغانستان د فوټبال ۲۳ کلنه ملي لوبډله نن د ایران په کوربتوب المپیک سیالیو ته د لارموندنې په موخه، په اسیایي ټاکنیز پړاو سیالیو کې په (سي) ګروپ کې خپلې لوبې پیل کړي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وایي، چې افغانستان به د دې سیالیو په لومړۍ لوبه کې له فلسطین سره د لوبې ډګر ته ووځي.
د فوټبال فدراسیون خبرپاڼه لیکي، چی افغان لوبډله له نېږدی یوې اونۍ راپه دېخوا په ایران کې مېشته ده او د نننۍ سیالۍ لپاره پوره چمتووالی لري.
ویل کېږې، چې د افغانستان او فلسطین ۲۳ کلنو فوټبال ملي لوبډلو ترمینځ به نننۍ سیالۍ مازیګر ۳ بجې د ایران په پلازمینه (تهران) د ستګردي لوبغالي کې پیل شي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون چارواکي په دې باور دي، چې په ایران کې لسګونه زره افغان اوسېږي، چې افغان لوبډله به د سیالیو له پیله تر پایه په ایران کې د بې شمېره مینه والو له تشویق سره مخ شي، چې افغان لوبډلې ته به د ښو لوبو روحیه ورکړي.
د یادونې وړ ده، چې د اسیا لومړي پړاو ټاکنیزو سیالیو لپاره افغان فوټبال ملي لوبډلې له ایران نه وړاندې په عربي اماراتو کې هم ښه تمرینات کړي وو.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د دې سیالیو په ترڅ کې به افغانستان د سعودي عربستان، نیپال او کوربه د ایران ۲۳ کلنې فوټبال ملي لوبډلې سره هم (لیګ) لوبې وکړي.
د فوټبال فدراسیون خبرپاڼه لیکي، چې د دی سیالیو موخه د برازیل په کوربتوب د ۲۰۱۶ کال المپیک سیالیو ته ځان رسول دي، چې په دوو پړاونو کې به ترسره شي.
د برازیل المپیک سیالیو ته د لار موندنې لومړی پړاو سیالۍ اوسمهال د اسیا وچې د ټولو هېوادونو په ګډون په بېلا بېلو ګروپونو او هېوادونو کې کیږي او ګټوونکې لوبډلې به ترې د قطر په کوربتوب د ۲۰۱۶ کال وروستي پړاو اسیایي ټاکنیزو سیالیو ته غوره شي.