د ملي وحدت حکومت له جوړېدو سره سم له پاکستان سره د افغانستان سياسي اړيکې خورا ښې شوې او د تېرو ۱۳ کلونو په پرتله دغه مثبتې اړيکې په نړېواله کچه د سياستوالو د هرکلي سره مخ شوې.
که څه هم د لومړنيو اړيکو په شان دغه اړيکې په خپل حال پاتې شوې نه وې، خو بیا هم تر شاوخوا یوې میاشتې پورې مثبتې ارزول کېدې.
کله چې د ملا عمر د مړينې خبر نشر شو او ځای ناستی يې هم ملااختر منصور وټاکل شو، نو د تېرو ۱۳ کلونو په شان یوځل بیا ځانمرګي بريدونو زور واخیست او د چاودنو له امله په لسګونه ولسي وګړي ووژل شول.
په پاکستان کې د ځانمرګو بريدونو د طرحه کولو په باب تېره ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني جدي غبرګون وښود.
ده د يوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل، چې که پاکستان طالبان د سولې مذاکراتو میز ته د چمتو کولو ظرفیت نه لري، نو باید د دوی ځالې په نښه کړي.
د افغان ولسمشر دا شان توند غبرګون د افغان سياستوالو او شنونکو له نظره خورا مثبت ارزول شوی او د ده له څرګندونو څخه يې خپل کلک ملاتړ اعلان کړی.
د ملي امنيت پخواني رییس او زرغون بهیر ګوند مشر امرالله صالح په خپل فېسبوک پاڼه کې ليکلي، چې " اوس ولسمشر غني د افغانانو د غوښتنو سره هم غږی شو" او له دغه دریځه به یې زیات افغانان ملاتړ وکړي.
صالح ليکلي، چې د افغانستان د ملي ګټو په نظر کې نيولو سره به دوی د ملي وحدت حکومت کلک ملاتړ وکړي او هر ډول قربانۍ چمتو دي.
امرالله صالح له دې وړاندې د ملي وحدت د حکومت یو له جدي منتقدينو شمېرل کېده.
دا لومړی ځل دی، چې ولسمشر اشرف غني د پاکستان پر وړاندې داسې توند دریځ غوره کوي.
له بل لوري د ملي شورا د دواړو خونو ځینوغړیو سلام وطندارته وویل، چې دوی د ولسمشراو اجرایوي ریيس د تېرې ورځې هغو څرګندونو ملاتړ کوي، چې ویلي يې وو پاکستاني چارواکي د افغانستان په اړه رېښتنې نه دي او لا هم افغانستان ته له پاکستانه د جګړې پېغامونه راځي.
د ولسي جرګې غړي عبدالولي نیازي وویل، چې پاکستان له پخوا د افغانستان په هکله ريښتنی نه وو او اوس هم د افغانستان پر وړاندې دسيسې جوړوولو بوخت دی.
ولسمشر تېره ورځ دا هم وویل، چې د ترهګرو ځالې او دوی ته د وسلو د جوړولو فابریکې په پاکستان کې دي او دا په حقیقت کې په ښکاره توګه له ګاونډي هېواد سره د دښمنۍ په معنا ده.
په همدې حال کې د سیاسي علومواستاد محمد قاسم عرفاني وایي، چې له یوه تاریخي دښمن څخه هیڅ کله د دوستۍ او یا سولې راوستو تمه نه شي کېدی.
دی زیاتوي، چې اشرف غني تېرې ورځې څرګندونې د ولس له غوښتنو سره سمې وې او ټول ولس به يې ملاتړ وکړي.
هغه وايي، چې اوس باید د پاکستان ضعف او د افغانستان قوت ته په کتو سره یوه منظمه ستراتيژي جوړه شي.
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د تېرې ورځې خبري ناستې په اړه د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د یوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې پاکستان د افغان ولسمشر ټولې خبرې یادداشت کړي.
په اعلاميه کې راغلي، چې ترهګر د دواړو هېوادونو له پاره ګواښ دی او موږ يې پر وړاندې مبارزې له پاره ژمن یو.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له لوري په دغه اعلاميه کې کاږل شوي، چې پاکستان افغانستان ته د يو ورور او دوست ګاونډ په سترګه ګوري.
اخوا ځينې هندي رسنيو راپور ورکړی، چې هندوستان او ایران غواړي یوځل بیا د افغانستان په اړه د ۹۰ مې لسیزې په شان اتحاد جوړ کړي.
د هند کلکتې چاپ ټيلي ګراف په راپور کې راغلي، چې په ۹۰ مه لسیزه کې ایران او هندوستان د طالبانو او پاکستان د لاس وهنو پر ضد یو قوي اتحاد جوړ کړی وو او دغه اتحاد د طالبانو د ماتې تر وروستۍ ورځې پورې دوام وکړ.