د افغانستان د کرکټ لنډ تاریخ له لاسته راوړنو ډک ۲۰۱۷ کال پای ته ورسېد چې افغانکرکټ ملي لوبډلو او لوبغاړیو پهکې په سیمهيیزې او نړيوالې کچې بېسارې لاستهراوړنې لرلې او ۲۰۱۸ کال یې د نویو فرصتونو، هیلو او مخپر وړاندې ازمایښتونو سره په مخ کې پروت دی.
ټاکل شوېده، د افغانستان کرکټ ملي لوبډله سږ کال د نوي مشر روزونکي وېسټانډيزي «پیلسیمینز» سره راتلونکې میاشت په عربي اماراتو کې په ۵۰ اوریزه او ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو کې روان کال نړيوال سفر پیل کړي.
دغه راز افغان کرکټ ملي لوبډله به زمبابوی ته سفر وکړي ترڅو د کوربه او ویسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلو ترڅنګ ۲۰۱۹ کال ۵۰ اوریزه کرکټ نړېوال جام سیالیو ته د لاری موندنې په موخه په غوراوي پړاو سیالیو کې ولوبیږي.
دغه راز افغانکرکټ ملي لوبډله به روان کال هغه مهال تاریخ جوړ کړي چې پهخپلې لومړۍ نړیوالې ټېسټ سیالۍ کې له هندۍکرکټ ملي لوبډلې سره د لوبې ډګر ته ووځي.
افغانکرکټ ملي لوبډله به د پاکستان، سریلانکا او بنګلهدېش په کوربتوب په (اسیایي جام) کرکټسیالیو کې هم ولوبېږي.
د اسټرالیوي چارواکیو د ژمنې سره افغانکرکټ ملي لوبډلې روان کال له اسټرالوۍ کرکټ ملي لوبډلې سره هم په عربياماراتو کې د ټېسټ سیالۍ کولو چانس لري.
کرکټ بورډ دا هم ویلي چې د بنګلهدش په شمول یې له نورو ۵ هېوادونو سره خبرې پیل کړي چې ۵۰ اوریزې او ۲۰ اوریزې ورسره وکړي.
د کرکټ ملي لوبډلې ترڅنګ به د افغانستان ۱۹ کلنه کرکټ ملي لوبډله هم چې اوسمهال په نیوزیلینډ کې ده؛ د دې هېواد په کوربتوب د یوې پیاوړې لوبډلې په توګه په ۱۲م پړاو ۱۹ کلنو کرکټ نړیوال جام سیالیو کې ولوبېږي چې د جنورۍ په ۱۴مه نېټه پیلېږي.
پلان دی چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې به د کورني کرکټ بېلابېلې د کلپونو، ښوونځیو، ولایتونو او زونونو ترمنځ شل اوریزې، پنځوس اوریزې او فرسټکلاس سیالۍ وشي.
همدارنګه افغانکرکټ بورډ پلان لري چې سږ کال د عربياماراتو په کوربتوب د هندوستان، پاکستان، اسټرالیا، بنګلهدېش او ویسټانډيز په څېر د کورنیو او بهرنیو لوبغاړیو په موجودیت کې افغانستان خپل لومړی پریمیرلیګ (APL) سوداګریز لیګ هم وکړي.
افغانکرکټ ملي لوبډلې تېر ۲۰۱۷ کال د عربياماراتو په کوربتوب لومړي پړاو (صحرا جام) په پای لوبه کې ایرلینډۍ کرکټ ملي لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره وګټلو.
د دغه جام په ګټلو سره د افغانستان د کرکټ تاریخ پخوانی کپتان نوروزمنګل هم د تل لهپاره له نړیوالو کرکټ لوبو سره مخه ښه وکړه.
ورپسې افغانستان له زمبابوی څخه د ۵۰ اوریزو لوبو د اتلولۍ جام او بیا له ایرلینډه د لویو وچو جام سیالۍ ګټلو ترڅنګ د پنځوس اوریزو او شل اوریزو لوبو د اتلولۍ جامونه هم وګټل.
افغانکرکټ ملي لوبډلې پهخپل تاریخ کې د لومړي ځل لهپاره د ۲۰ اوریزو او ۵۰ اوریزو لوبو لهپاره ویسټانډيز ته سفر وکړ چې یوازې یوه ۵۰ اوریزو لوبو کې یی بریا خپله کړه.
کرکټ ملي لوبډلې بیا کرکټ تاریخ پخواني کلپ (ایم سي سي) خلاف د تاریخي ۵۰ اوریزې لوبې لهپاره انګلستان ته سفر وکړ چې د باران له کبله بشپړه نهشوه.
ورپسی افغانکرکټ ملي لوبډلې هانګکانګ او بیا عربياماراتو ته په لویو وچو (انټرکانټېنېنټل جام) سیالۍ کې ماتې ورکړې او د دویم ځل لهپاره یې د اتلولۍ جام وګټلو.
په ۲۰۱۷ کال افغانستان له ایرلینډ سره په ګډه له کرکټ نړیوالې شورا سره بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ چې ورته له ۲۰۱۹ کال تر ۲۰۲۳ کال پورې ټولټال د ۱۴ ټېسټ سیالیو په شمول ۸۹ نړیوالې سیالۍ ورکړل شوی.
همدارنګه د افغانستان ۱۹ کلنې کرکټ ملي لوبډلې هم پاکستان ته دوه ځلې په ماتې ورکولو د لومړي ځل لهپاره د اسیایي کرکټ جام اتلولي وګټله او هم د یو شمېر نورو افغان لوبغاړیو ترڅنګ محمدنبي عیسیخېل په بنګلهدېش، هندوستان، ویسټانډيز او اسټرالیا سوداګریزو لیګونو او دغه راز لومړي پړاو لس اوریز لیګ کې ښه ولوبېدل.
د دې لاستهراوړنو ترڅنګ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې روان کال بیا ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلې ته د ۵۰ اوریزو لوبو د اتلولۍ جام په بایللو سره پای ته ورسولو چې مینهوال یی خواشیني کړل.
دغه راز د شهزاد محمدي بندیز هم په تېرکال کې د افغانستان کرکټ لهپاره ستر ګوزار وو چې د ناقانونه قوي درملو کارولو له کبله له یو کلن بندیز سره مخ دی او د جنورۍ په ۱۷مه نېټه به د هر قسم کرکټ لهپاره ازاد شي.
که څه هم په ۲۰۱۷ کال کې افغانستان کرکټ نړۍ ته راشدخان وړاندې کړ؛ نو د ځوان مجیب ځدران په راتګ دغه جوړه بشپړه او نوره هم خطرناکه شوه چې په کرکټ کې ترې ډېرې تمې کېږي.
د میرویساشرف او حمیدحسن په نه موجودیت کې د بل ستوري شاپور ځدران کیریر هم په تیتېدو دی چې په تېرکال کې ډېر کم ولوبول شو.
د کرکټ ترڅنګ د افغانستان بېلابېلو ورزشي ډلو په سیمهيیزه او نړېواله کچه د زورخانهيي، تکواندو، کراټې، کانګفو او مویتای سیالۍ ترسره کړې او لسګونه مډالونه یې وکړل.
همدارنګه افغانستان له کوربه ترکمنستان وروسته په سترې ورزشي ډلې کې له ۵م پړاو سالون دننه اسیایي سیالیو څخه ټول ۱۲ مډالونه وګټل.
دغه راز افغان فوټبال ملي لوبډلې په ۲۰۱۷ کال کې ۸ نړیوالې سیالۍ وکړې چې ۲ یې وګټلې، ۳ یې وبایللې او ۳ یې مساوي پای ته ورسولې؛ خو فوټسال ملي لوبډلې بیا د چین په څلوراړخیزه ټورنمېنټ کې دویم مقام او دغه راز ۱۵ کلنې فوټبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا فوټبال ټورنمېنټ د اتلولۍ جام ترلاسه کړ.
ټاکل شوېده، د افغانستان د یخ په سر د (سکي) ورزش ۲ افغان لوبغاړي به په افتخاري توګه راتلونکې میاشت د کوریا په کوربتوب ژمنیو المپیکي سیالیو کې ولوبېږي او هم به د افغانستان کرلینګ ملي لوبډله په نړیوال جام کې ګډون وکړي.