افغانستان په فوټبال کې له ۵ هېوادونو شاته شو

د فوټبال نړیوالې شورا له خوا د هېوادونو په نوې اعلان شوې درجه بندۍ کې د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې د تېرې میاشتې ۱۵۱ مقام له لاسه ورکړی دی.

د فوټبال نړیوالې شورا (فیفا) په درجه بندۍ کې افغان فوټبال ملي لوبډله له ۵ نورو هېوادونو شاته شوې او ۱۵۶ مقام ته ورستنه شوې ده.

د افغانستان د تېرې میاشتې ۱۵۱مقام بیا د ساوټامي هېواد نیولی دی؛ افغان ښځینه فوټبال ملي لوبډله بیا په نړیواله درجه بندۍ کې په ۱۲۸ مقام کې ځای لري.

تېره میاشت افغانستان په ۱۹۲ امتیازونو ۱۵۱ مقام درلود؛ خو په نوې درجه بندۍ کې امتیازونه یې، بې له کومې دوستانه یا نړیوالې سیالۍ ۱۷۲ ته راښکته شوي دي.

دغه راز د روانې میاشتې په اسیایي درجه بندۍ کې افغانستان ۲۸ او د سویلي اسیا په کچه افغانستان له هندوستان او مالدیف وروسته بیا دریم مقام کې اعلان شوی دی.

د افغانستان فوټبال ملي لوبډله د روانې مارچ میاشتې په ۲۸ نېټه د تاجکستان په کوربتوب د نوي روزونکي اوتو فیسټر په روزنه کې د ۲۰۱۹ کال اسیایي فوټبال جام ته په دریم  ټاکنیز پړاو کې خپله لومړۍ سیالۍ د ویتنام فوټبال ملي لوبډلې خلاف ترسره کړي.

د یادونې ده، چې د فوټبال نړیوالې شورا (فیفا) له خوا د لوبډلو په نوې درجه بندۍ کې بیا ارجنټاین خپل لومړی مقام ساتلی دی.

له ارجنټاین وروسته برازیل دویم، جرمني دریم، چیلي څلورم او بلجیم هېواد بیا په نړیواله کچه پنځم مقام ترلاسه کړی دی.

همدارنګه د فوټبال نړیوالې شورا په نوې اعلان شوې درجه بندۍ کې د پولینډ هېواد د فوټبال تاریخ لوړ ۱۲ مقام ته رسېدلی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام