د افغانستان کڼو یا نه اوریدونکو فوټبال ملي لوبډلې پاکستانۍ فوټبال ملي لوبډله یو ځل بیا سر په سر په دویمه سیالۍ کې هم په ګونډو کړه.
د افغانستان بدني روزنې ریاست لخوا د خپرې شوې خبرپاڼې پراساس، د افغانستان کڼو یا نه اوریدونکو وګړو فوټبال ملي لوبډلې د روان سفر تر ټولو ستره بریا ترلاسه کړې ده.
د پرون (یکشنبې) ورځې په دویمه سیالۍ کې افغانستان پرلپسې د پاکستان په ګول ګوزارونه وکړل او کوربه لوبډله یې ۱۱ د ۰ ګول په وړاندې سترې او سر په سر دویمې ماتې ته تسلیم کړه.
له دې وړاندې افغانستان وړمه ورځ په لومړۍ سیالۍ کې هم د ګولونو څخه ډکه لوبه وکړله او پاکستانۍ کوربه لوبډله یې ۱۰ د ۰ ګول په وړاندې د ماتې په ټغر کینوله.
د سر په سر ۲ بریاو وروسته د افغانستان کڼو یا نه اوریدونکو وګړو فوټبال ملي لوبډلې د ۳ سیالیو دغه لړۍ ۲ د ۰ بریا په وړاندې وګټله او داتلولۍ جام یې ترلاسه کړ.
د یادونې وړ ده، چې تر اوسه په ترسره شویو ۲ سیالیو کې افغانستان ټول ټال ۲۱ خو د کوربه پاکستان کڼو فوټبال ملي لوبډلې د افغانستان خلاف هیڅ کوم ګول نه دی کړی او تراوسه یو اړخیزه سیالۍ نندارې ته وړاندې شوي دي.
د دواړو افغانستان او پاکستان کڼو یا نه اوریدونکو وګړو فوټبال ملي لوبډلو ترمنیځ د روان سفر وروستۍ او دریمه دوستانه فوټبال لوبه نن (دوشنبه) د افغانستان په وخت ماسپښین ۲ نیمې بجې په لاهور کی ترسره شوه.