د افغانستان رګبي ملي لوبډله له زیات انتظار وروسته یو ځل بیا روانه میاشت په یو نړیوال ټورنامنټ کې برخه واخلي.
د افغانستان رګبي فدراسیون مرستیال او اجرایوي مشر اسد زیار سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې افغان لوبډله روانه میاشت د اسیا په ۷ کسیزه رګبي سیالیو کې ګډون کوي.
د نوموړي په وینا په دې سیالیو کې د افغانستان په ګډون د اسیا وچې مخکښه رګبي ملي لوبډلې لوبېږي، چې افغانستان ته په دې لوبو کې ګډون ډېر ګټور دی.
زیار زیاته کړه، چې په ۷ کسیزه رګبي سیالیو کې د افغانستان ترڅنګ د عربي اماراتو، تایلینډ، سوریې، پاکستان، هندوستان، قطر، فیلیپین، قزاقستان، ایران، چاینیزټایپي او لبنان رګبي ملي لوبډلې برخه لري.
د افغانستان رګبي فدراسیون اجرایوي مشر وویل، چې دغه ټورنامنټ به د روانې فبرورۍ میاشتې په ۲۶ مه نیټه د ۲ ورځو له پاره د عربي اماراتو په العین ښار کې ترسره شي.
د مرستیال او اجرایوي مشر اسد زیارپه خپلو خبرو کې وویل، څرنګه چې د افغانستان کرکټ او فوټبال لوبډلو افغانستان ته اتلولۍ ګټلي دي او افغانانو ته یې خوشاليانې راوړي دي د رګبي لوبډله هم په نړیوالو ډګرونو کې په ورته هڅه کې ده.
د ښاغلي زیار په وینا، چې افغان رګبي ملي لوبډلې ته یې ۲ افغان لوبغاړي له نیوزیلینډ هېواد څخه او ۱ هم له انګلستان څخه غوره کړي دي.
دغه راز دافغانستان رګبي ملي لوبډلې کپتان سید مصطفی سادات هم په خپله ځوانه ملي لوبډله باور لري، چې د عربي اماراتو په اسیایي رګبي سیالیو کې به ښې لوبې وکړي.
د سادات په وینا له تېرو ۲ میاشتو راهیسې د روانی میاشتې اسیایي سیالیو ته د سختو تمریناتو لاندي دي او په لوبډله باور لري، چی افغانستان ته به له زېرو سره راستنیږي.
د یادونې وړ ده، چې دا د ۲۰۱۴ م کال وروسته لومړې ځل دی؛ چې د افغانستان رګبي ملي لوبډله په یو اسیایي رګبي ټورنامنټ کې ګډون کوي.