افغانستان د اسیا په ساحلي هنډبال سیالیو کې لوبیږي

د افغانستان ساحلي هنډبال ملي لوبډله راتلونکې میاشت له یوه اوږده ځنډ وروسته د اسیا په ساحلي هنډبال سیالیو کې ګډون وکړي.

د افغانستان هنډبال فدراسیون د معلوماتو له مخی، د اسیا شپږم پړاو ساحلي هنډبال سیالۍ راتلونکې مې میاشت د ۹ د اسیایي هېوادونو ترمنځ په تایلینډ هېواد کې پیلیږي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخی، د افغانستان ساحلي هنډبال ملي لوبډله اوسمهال دغه سیالیو ته د ښه تیاریو په موخه په کابل کې تر تمریناتو لاندې ده.

د هنډبال اسیایي فدراسیون د مهال وېش له مخې به د سږکال شپږم پړاو اسیایي ساحلي ښځینه او نارینه هنډبال سیالۍ د راتلونکې مې میاشتې په ۸ نېټه پیل شي.

د تایلینډ په کوربتوب دغه سیالۍ ۷ ورځې دوام کوي، چې د کوربه لوبډلې سربېره عربي امارات، ایران، ویتنام او د افغانستان ساحلي هنډبال ملي لوبډلې هم ځای ولري.

په لومړي ګروپ کې څلور لوبډلې موجودې دي، چې قطر، عمان، اوزبیکستان او چاینیزټايپي ساحلي هنډبال ملي لوبډلې یو بل سره سیمي فاینل ته د رسېدو له‌پاره سیالۍ وکړي.

په همدې حال کې د افغانستان د بدني روزنې ریاست مسلکي او فني مرستیال میرویس بهاوي د ساحلي هنډبال ملي لوبډلې له تمریناتو خوښي وښوده.

د نوموړي پروینا، د افغانستان د بدني روزنې ریاست د ورزش او په ځانګړې توګه د ساحلي هنډبال لوبډلې ترشا ولاړ دی.

د افغانستان هنډبال فدراسیون له ۲۰۰۴ کال راهیسې د اسیا هنډبال فدراسیون غړیتوب لري او تراوسه یې په بېلابېلو اسیایي سیالیو کې ګډون کړی دی.

د افغانستان ساحلي هنډبال ملي لوبډلې تېرکال د ویتنام په کوربتوب د اسیا په پنځم پړاو ساحلي هنډبال سیالیو کې لوبې وکړې په ټولو ۵ واړه سیالیو کې یې ماتې وخوړې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام