.jpg)
ټاکل شوېده، چې د افغانستان د ځغاستې ښځینه او نارینه ۶ کسیزه ملي لوبډله د هندوستان په کوربتوب د اسیا د ځغاستې په ۲۲م پړاو سیالیو کې ګډون وکړي.
د افغانستان د بدني روزنې ریاست د معلوماتو له مخې، د افغانستان د ځغاستې ۶ کسیزه ملي لوبډله نن پهدې سیالیو کې د لوبېدو په موخه د بدني روزنې ریاست د مرستیال میرویس بهاوي لهخوا د کوربه هېواد هندوستان په لور رخصت شوه.
د افغانستان د ځغاستې ملي لوبډله کې چې مشري یې د ځغاستې فدراسیون مشر عبدالکریم عزیزي کوي ۲ ښځینه او ۴ نارینه لوبغاړي برخه لري.
افغانستان تر اوسه د اسیا ځغاستو سیالیو کې مډال نهدې ګټلی؛ خو د یاد فدراسیون مشرتابه او لوبغاړي پهدې باوري دي، چې پهدې سیالیو کې ښه وځلېږي.
د دې سیالیو د تاریخ تر ټولو زیات مډالونه چې ۶۰۶ و؛ چین، ۵۴۰ مډالونه جاپان او ۲۸۲ مډالونه بیا د سږ کال سیالیو کوربه هندوستان ګټلي دي.
.jpg)
ټاکل شوېده، د افغانستان ځغاستې ملي لوبډله به د هندوستان په کوربتوب ۲۲م پړاو اسیایي ځغاستې سیالیو نه مخکې ۳ ورځې د هندوستان په «اودیشه» ایالت کې تمرینات وکړي.
یادې سیالۍ د افغانستان په ګډون د اسیا ۴۵غړیو هېوادونو ښځینه او نارینه لوبغاړیو په ګډون په بېلابېلو واټنونو کې د جولای میاشتې په ۶مه نېټه د ۴ ورځو لهپاره کېږي.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، لوبغاړي به په ۱۰۰، ۴۰۰، ۱۵۰۰ او ۵ زره میتره ځغاسته کې، لوړ ټوپ، اوږد ټوپ، د لرګي پر مټ ټوپ، ازاده تیږه ویشتنه او له څټ څخه تیږه ویشتنه کې لوبې وکړي.
د ځغاستې دغه سیالۍ هر ۲ کاله وروسته په یو غړي اسیایي هېواد کې کېږي، چې دا ځل به د بوبانیسور ښار په کلینګا لوبغالي د جولای پر ۵مه نېټه پرانیستل او پر ۶مه نېټه پیل شي.





