د کبډي سیالیو رسمي پاڼې د معلوماتو له مخې د ټورنامنټ په لومړۍ لوبه کې افغانستان د نیپال لوبډلې ته ماتې ورکړه.
په دې سیالۍ کې افغان کبډي ملي لوبډلې نیپال کبډي لوبډلې ته ۴۰ پر ۱۱ امتیازونو په توپير ماتې ورکړه.
درېیم پړاو اسیایي کبډي سیالۍ پرون د اسیا وچې د ۷ هېوادونو کبډي ملي لوبډلو ترمنځ د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې پیل شوې.
په دغو سیالیو کې په لومړۍ ورځ پاکستانۍ لوبډلې لومړی ۴۷ د ۲۲ امتیازونو په توپیر ایران ته او په ورپسې لوبه کې بیا هندوستان سریلانکا لوبډلې ته ماتې ورکړلې.
د ټورنامنټ د مهال وېش له مخې ټاکل شوې، چې نن (سه شنبه) ورځ هم د درې لوبډلو ترمنځ سیالي وشي.
د نن ورځې په سیالۍ کې به افغان کبډي ملي لوبډله په خپله ۲ مه لوبه کې له پیاوړې هندۍ لوبډلې خلاف د لوبې ډګر ته ووځي.
د افغانستان او هندوستان کبډي ملي لوبډلو ترمنځ سیالۍ به د افغانستان په وخت د شپې ۸ نیمې بجې د پاکستان په (پي، ټي، وي سپورټس) تلویزون په ژوندۍ بڼه خپره شي.
دغه راز د نن شپې په نورو لوبو کې به پاکستان له سریلانکا سره او ایرانۍ لوبډله له نیپال کبډي ملي لوبډلې سره د لوبو ډګر ته ووځي.
دغو سیالیو ته د مالیزیا، ازربایجان او بوتان کبډي ملي لوبډلې هم وربلل شوې خو د نامعلومه دلایلو له کبله یې په سیالیو کې برخه وانخیستله.
درېیم پړاو اسیایي کبډي سیالۍ به د روانې (مې) میاشتې تر ۶ مې نېټې روانې وي، چې په کې کوربه پاکستانۍ لوبډله له خپلې تېرې اتلولۍ دفاع کوي.
لومړی پړاو اسیایي کبډي سیالۍ د لومړي ځل له پاره په ۲۰۰۸ کال کې ترسره شوې، چې د هند کبډي ملي لوبډلې د اتلولۍ جام ګټلې وو.