د ۵۰ اوریز نړۍوال جام د څوو مهمو سیالیو د مهالوېش اعلانېدل

د هندوستان په کلکتې کې د کرکټ نړۍ‌والی شورا په روانې عمومي غونډې کې یو شمېر پرېکړې وشوې او د ۲۰۱۹ کال ۵۰ اوریز کرکټ نړۍوال جام د ځېنو مهمو سیالیو مهالوېش هم اعلان شو. د دې جام پیلیدو ته له ننه پوره ۴۰۰ ورځې پاتې دي.

د کرېک‌انفو وېبپاڼې د معلوماتو له‌مخې، د راتلونکي کال ۵۰ اوریز کرکټ نړۍوال جام سیالۍ به د کوربه انګلستان او سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په سیالۍ سره پیل شي.

ټاکل شوې، دا لوبه به د راتلونکي ۲۰۱۹ کال می په ۳۱مه د انګلستان په پلازمېنه لندن «اوول» لوبغالي کې وشي.

همدارنګه د پاکستان او هندوستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لوبه چې په نړۍ کې ورته بې‌شمېره مینه‌وال انتظار دي؛ د جون په ۱۶مه په «اولډ ټریفیډ» لوبغالي کې وشي.

له پاکستان سره د سیالۍ مخکې به هندۍ کرکټ ملي لوبډلې د نړۍوال جام لومړۍ لوبه د جون په ۵مه له سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې سره وکړي.

همدارنګه انګلستان او اسټرالیا به د جون په ۱۹مه په «لارډز» کې او اسټرالیا او نیوزیلینډ د جون په ۲۹مه په لارډز کې وشي.

دا به پنځم ځل وي چې انګلستان د ۵۰ اوریز کرکټ نړۍوال جام سیالیو کوربتوب کوي چې نیمه پای‌لوبې به یې د جولای په ۹مه او ۱۱مه په «اولډ ټریفیډ» او «ایجباسټن» لوبغالي کې؛ خو پای‌لوبه به د جولای په ۱۴مه په «لارډز» کی وشي.

افغانستان هم د راتلونکي کال نړۍ‌وال جام سیالیو ته لاره پیدا کړې‌ده او ټاکل شوې چې له ټولو ګډونوالو لوبډلو سره ولوبېږي.

د نورو پرېکړو له‌مخې، هندي کرکټ بورډ د راتلونکي کال ۱۲م پړاو (ای. پي. اېل) سیالۍ هم نږدې ۱۰ ورځې رامخکې کړي چې نړۍوال جام کې د لوبېدلو مخکې لږ تر لږه ۱۵ ورځې فاصله ولري او د نوې پرېکړی له‌مخې به (ای. پي. اېل) کرکټ سیالۍ د مارچ له ۲۷ د می میاشتې تر ۱۹مې ترسره شي.

همدارنګه د اجرایوي مشرانو په غونډه کې د ۲۰۱۹ کال تر ۲۰۲۳ کال پورې د راتلونکیو ۵ کالونو پروګرام هم تصویب شو چې د افغانستان په ګډون به لوبډلې په‌کې یو بل سره ټېسټ، ۵۰ اوریزې او ۲۰ اوریزې سیالۍ وکړي.

که څه هم د افغانستان کرکټ بورډ دوو چارواکیو عمومي مشر عاطف مشعل اواجرایوي مشر شفیق‌الله ستانکزی هم د هندوستان په کلکته کې د کرکټ نړۍوالې شورا په ۵ ورځنۍ غونډې کې برخه اخیستې؛ خو تراوسه د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د لومړۍ سیالۍ د نېټې او سیالې لوبډلې په اړه معلومات نه‌شته.

په ۲۰۱۹ کال په ۱۲م پړاو ۵۰ اوریز کرکټ نړۍوال جام سیالیو کې د افغانستان په ګډون د کرکټ نړۍ ۱۰ مخکښې کرکټ لوبډلی برخه لري چې لوبډلې به په‌کې د رسمي سیالیو مخکې په رسمي تمریني سیالیو کې هم د انګلستان په ۱۱ بېلابېلو لوبغالیو کې د اتلولۍ په پار سیالۍ وکړي او اسټرالیا به په‌کې د خپلې تېرې اتلولۍ څخه دفاع کوي. اسټرالیا په ۲۰۱۵ کال کې نیوزیلینډ ته په ماتې ورکولو سره جام ګټلی و.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام