اعتراض کوونکي: اعتراض ته مو دوام ورکوو

په کابل کې د چاودنې په غبرګون د اعتراض کوونکو د اعتراض موده دویمې ورځې ته ورسیده او دوی غوښتنه کوي، چې باید ولسمشر محمداشرف غني او اجرایوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله دې له دندې استعفا ورکړي.

دوی خبرداری ورکوي، چې دوی به د خپلو غوښتنو تر عملي کېدو پورې خپلو اعتراضونه دوامداره ساتي.

دوی له تېرو دوو ورځو راهیسې د ولسمشرۍ ماڼۍ ترڅنګ د تحصن خیمې وهلي او د کابل تېرې ورځې خونړي برید پړه پر حکومت اچوي.

دوی وايي، چې دولت په بېلابېلو طریقو هڅه کوي، چې د مدني ټولنو د هڅو مخه ونیسي او په خپل مستبدانه کردار سره د سوله‌ییزو اعتراضونو ريښه وچه کړي.

یو تن سیاسي فعال او معترض آصف اشنا د یوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل، چې نړېواله ټولنه، د بشري حقونو سازمان او ملګري ملتونه باید پر افغان حکومت فشار راوړي، ترڅو له استبداد او د معترضینو له مخنیوي لاس واخلي.

له بل لوري د باقي سمندر په نوم بل مدني فعال بیا د تېرې ورځې د برید پړه پر حکومت اچوي او وايي، چې د حکومت لوړپوړي چارواکي باید محاکمه شي.

دوی د یوې پریکړه‌لیک په نشرولو سره له نړېوالې ټولنې، نړېوال بشري سازمانونو، د تروریزم سره د مبارزې په برخه همکار بنسټونو وغوښتل، چې د تېرې چهارشنبې ورځې برید باید یو بشري جنایت و پېژني او د عاملینو د محاکمه کولو غوښتنه يې وکړي.

اعتراض کوونکو، په دغه ۵ ماده‌ییزه پریکړه‌لیک کې حکومت مشروع و نه باله او د لوړ پوړو مشرانو د استعفا غوښتونکي يې شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام