اسټرالیا د پنځم ځل لپاره د کرکټ نړیواله اتلولي وګټله

د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډله د مایکل کلارک په کپتانۍ کې نیوزیلینډ ته په ماتې ورکولو سره د ریکارډ پنځم مقام لپاره د پنځوس اوریزه کرکټ نړیوال جام اتله شوه.

یادې لوبډلې په خپل کوربتوب ملبورن لوبغالي کې د نیږدې سل زرو نندارچېانو په وړاندې ماته نه مننونکې نیوزیلینډۍ لوبډله په ۷ ویکټو له ماتې سره مخ کړه.

د کرکټ نړیوالې شورا لخواد ورکړل شویو معلوماتو له مخې چې په سیالۍ کې نیوزیلینډۍ لوبډلې د پچې په ګټلو سره لومړی بیټینګ وکړ خو کپتان (برینډن مکولم) یې په صفر له لاسه ورکړ.

د لومړي لوبغاړي په سوځیدو نیوزیلینډۍ لوبډلې په وار وار ویکټې له لاسه ورکړې او ټوله لوبډله د (ګرانټ ایلیټ) د ۸۳ منډو سره سره په ۴۵ اورونو کې په ۱۸۳ منډو وسوځیده.

د معلوماتو له مخې چې اسټرالیا د هدف ترلاسه کولو په موخه هم خپل لومړی لوبغاړی په دوهم اور کې بغیر له کومې منډی له لاسه ورکړ خو کپتان (مایکل کلارک) بهترینه لوبه وکړه چې 74 منډې یې جوړې کړې او کوربه اسټرالیا ته ورکړل شوی هدف د لوبې په ۳۴ م اور کې د ۳ لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه کړ.

اسټرالوې جیمزفالکنر چې په مهم شیبو کې یی ۳ نیوزیلینډي لوبغاړي وسوځول د لوبې غوره خو د همدې لوبډلې تیزترینه بالر میچل سټارک بیا د ټورنامنټ غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

د یادونې وړ ده چې مایکل کلارک د اسټرالیا د هغو ۴ کپتانانو (ایلین بارډرز، سټیفوا او ریکي پونټینګ) په ډله کې شامل شو چې اسټرالیا ته د پنځوس اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو اتلولي وګټي.

دیادونې وړ ده چې همدغه اتلولي اسټرالیا د مایکل کلارک په کپتانۍ کې په ۲۰۱۱ کال کې د اسیا په وچه کې هندوستان ته بایللی وه.

دیادونې وړ ده چې د کرکټ نړیوال جام سیالیو په ۴۰ کلن تاریخ کې نیوزیلینډ د لومړي ځل لپاره خو اسټرالیا بیا د اووم ځل لپاره په (فاینل) کې لوبه وکړه.

د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې کپتان مایکل کلارک د تل لپاره نړیوالو یو ورځنیو سیالیو سره مخه ښه وکړه ، نیوزیلینډۍ کرکټ ملي لوبډله او ددوی کپتان برینډن مکولم یی وستایه او هم یی د اسټرالوۍ لوبډلې او مینه والو بې سارې ستاینه وکړه.

اسټرالوي کپتان مایکل کلارک د ۲۰۱۵ کال کرکټ نړیوال جام سیالیو اتلولي د تیر۲۰۱۴ کال په دیسمبرمیاشت کې دیوه (باونسر) بال له کبله د دی لوبډلی تکړه ځوان وژل شوي کرکټر فیلیپ هیوس ته ډالۍ کړه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام