ارګ: ډير ژر به د سولې عالي شورا نوی مشر معرفي شي

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، چې جمهور رییس محمد اشرف غني به ډير ژر د سولې عالي شورا نوی مشر وټاکي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه‌پال سلام‌وطندار ته وویل، چې اوس‌مهال د سولې عالي شورا د نوي مشر ټاکلو په باب د مدني فعالانو، سیاسي او حزبي رهبرانو او رسنیو د مسوولینو سره سلا مشورې روانې دي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال: دواخان مینه‌پال

مینه‌پال وايي، چې ډير ژر به یو وړ او خیرخواه شخص دغه څوکۍ ته وپېژندل شي، څو وکولای شي له وسله‌والو مخالفینو سره د سولې خبرې اترې په بریالي‌توب سره پای ته ورسوي.

له بل لوري بیا د سولې عالي شورا د نړېوالو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار وايي، چې د دغه شورا د مشر ټاکل به د یو اړین مسوولیت ترسره کول وي او وايي، چې دوی هم د یو وړ شخص په لټه کې دي، څو د سولې عالي شورا د مشر په توګه يې پر دنده وګوماري.

د سولې عالي شورا د نړېوالو اړیکو سلاکار: محمد اسماعیل قاسمیار

اسماعیل قاسمیار زیاتوي، هغه څوک چې د سولې شورا د مشر په توګه پر دنده ګومارل کيږي باید د خلکو د اعتماد وړ شخص وي.

دا په داسې حال کې ده، چې د سولې عالي شورا د پخواني مشر پیر سید احمد ګیلاني له مړینې شاوخوا ۴ میاشتې تیريږي، خو تر اوسه هم د سولې شورا مشر نه‌دی ټاکل شوی.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام