د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پر کورونا ویروس د ارګ د ۲۰ کارکوونکو اخته کېدل تایید کړل. په ارګ کې یوې سرچینې نن سهار سلاموطندار ته وویل چې د ولسمشرۍ ماڼۍ، د چارو ادارې او ملي امنیت شورا ۴۰ کارکوونکي پر کورونا اخته شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار پر کورونا ویروس د ارګ د ۲۰ کارکوونکو اخته کېدل تایید کړل. نوموړي د یادو کسانو د نومونو نه ښودلو په اړه وویل: د ډاکټرۍ اخلاق دا نه اېجابوي چې د ناروغ له خوښې پرته د هغه معلومات شریک کړي.
تر دې مخکې نیویارک ټایمز لیکلي و چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د ۴۰ کارکوونکو د کورونا د تشخیص پایله مثبته ختلې ده.
نیویارک ټایمز په وروستیو ورځو کې په غونډو کې د ولسمشر د نه موجودیت لامل هم پر کورونا ویروس د ارګ او د چارو ادارې د کارکوونکو اخته کېدل بللی و.
تر دې مخکې د فرانسې خبري اژانس د یوه افغان چارواکي له قوله لیکلي و چې ولسمشر غني ته نږدې کارکوونکي پر کورونا ویروس اخته شوي دي.
دغه راز ګارډین بېګاه ماښام ولیکل چې افغان ولسمشر د کورونا ویروس د تشخیص معاینې کولو ته نه دی حاضر شوی.