ارګ: د اریانا هوايي شرکت نوم بدلېدل یوه اوازه ده

ارګ په خپلې رسمي فیسبوک پاڼه کې لیکلي دي، چې د اریانا هوايي شرکت نوم بدلول یوه اوازه بولي.

دغه پاڼه د ولسمشر په نقل قول لیکي، چې شاوخوا ۳ اونۍ وړاندې هېواد مشر په هغه ناسته کې، چې د هوايي چلن خصوصي شرکتونو له مسولینو سره یې لرله ټینګار یې وکړ، چې اریانا د یوې ملي او معنوي پانګې په توګه د افغانستان له تاریخي هویت سره اړیکه لري او خوندي ساتل یې د حکومت کار دی.

دغه ناسته د (می په ۱۰مه) په ارګ کې شوې وه.

داسې راپورونه خپاره شوې وو، چې د هوايي چلن او ترانسپورټ وزارت د  ولسمشر په حکم د اریانا هوايي شرکت نوم چې ۶۰ کلنه مخینه لري په "باخترـ افغان الوتنه" باندې واړه وي.

په ورته وخت کې د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت په یوې خپرې شوې خبر پاڼه کې لیکلي دي، چې دغه وزارت د کورنیو الوتنو د ستونزو د حل له پاره د اریانا هوایي شرکت په اډانه کې باخترـ افغان الوتنې فعالوي او زیاتوي چې دغه کار په دې معنا نه دی، چې د اریانا نوم دې بدل شي.

د اریانا هوايي چلن شرکت نوم بدلونو په خوالو رسنیو کې د هېوادوالو سخت غبرګونونه راوپارول.

په ورته وخت کې د ولسي جرګي استازو او وتلو سیاسي څېرو په دې اړه خپل دریځ اعلان کړی و.

په دې ته ورته پېښه کې د کابل نړیوال هوايي ډګر نوم بدلول او د پخواني ولسمشر حامد کرزي نوم پرې اېښودل شو یو لړ غبرګونونه یې لرل.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام